د یویشتمي پېړۍ عدل زورور تعریفوي!

دسمبر 6, 2025 - 21:06
 0  25
د یویشتمي پېړۍ عدل زورور تعریفوي!

امریکا پر اخوان بندیز لگوي؛ آسټرالیا بیا پر طالـ بانو او ایرانیانو همداسي بندیزونه لگوي؛ ملعون قام خپل د غصب سوي هېواد پر یوه جمهوري گوند بندیز لگوي؛ لنډه دا چي دوی تور او سره لیستونه جوړ کړي خو څوک ور اچوي؟! همغه د دجال جنت او دوزخ ته ورته!

آیا په دغو لیستونو کي د دې پېړۍ د وحشي قـ تلِ عام ترسره کوونکي شامل دي؟!! د هغوی پر ضد چي د همدوی بې واکه اداره (د عدالت نړئواله محکمه) د نیولو او بندیزونو فرمانونه صادروي هغوی ته خو دوی استثناء ورکوي؛ د بشپري حقوقو نقض کوونکو ته برائت ورکوي خو هغه څوک محکوم کوي چي د دوی گټي چېلنج کولی سي!

دوی پر ونزویلا او کمبوډیا تحریمونه لگوي، پر ایران او یـ من محدودیتونه وضع کوي؛ د درېیمي درجې د چارواکو محدودیتونه اضافه کوي؛ د مقدسي زمکي د بې واکه ادارې ولسمشر ته آن په ملگرو ملتونو کي د گډون اجازه نه ورکوي؛ د دغو هېوادونو مهاجرین ځوروي، له خپلو هېوادونو ئې شړی او داسي قوانین جوړوي چي ممکن تر دې وروسته به آن پر عادي پاسپورټونو هم دا ولسونه د دوی جنتونو ته د ننوتلو اجازه هم ونلري؛ دا دجـ.الي نظم نور نړۍ ته د منلو وړ نه دئ!

په نړئوال سیاست کي دا ډول بندیزونه عموماً د عدالت له منطق څخه نه بلکي د قدرت له منطق څخه سرچینه اخلي. نړئوال نظم داسي نه دئ جوړ سوی چي هر ملت پکې مساوي واک ولري بلکي هغه هېوادونه چي سیاسي، اقتصادي او فوځي ځواک لري؛ د نورو په چارو کي د لاسوهني توان هم لري.

  مثلاً امریکا ولي د اخـ.وان المـ.سلمین په شان پر جمهوري خوځښتونو بندیز لگوي؟! دا ځکه چي امریکا د خپلو ستراتیژیکو گټو مطابق "گواښ" تعریفوي. که هر اسلامي سیاسي حرکت د امریکا د سیمه‌ ییزو پلانونو سره په ټکر کي وي؛ نو بندیز پرې لگول د دوی لپاره "امنیتي اړتیا" بلل کېږي؛ چي ښکاره خبره ده دا نړئوال عدالت نه دئ.

  ملعون قام بیا ولي د نورو ملتونو د سیاسي گوندونو او هېوادونو په اړه پرېکړي کوي؟! ځکه دوی دا کار کولی سي؛ نه دا چي حق لري. د مقدسي زمکي په اړه د نړۍ عمومي چوپتیا او د لوېدیځ ملاتړ دوی ته د دې جرأت ورکړی چي آن د نورو سیاسي خوځښتونو او هېوادونو د قانوني حیثیت او حقوقو د تعریف په اړه هم ناروا پرېکړې وکړي.

  آسټرالیا ولي پر افغان چارواکو بندیزونه لگوي؟ دا هم د نړئوال قانون له وجهي نه بلکي د لوېدیځي سیاسي همغږۍ له مخي ترسره کېږي. بندیزونه د فشار یوه سیاسی وسیله ده؛ نه د عدل معیار.

دا یقیناً نړئوال عدل نه دئ؛ ځکه نړئوال عدالت هغه وخت شونی دئ چي قواعد د ټولو لپاره یو ډول وي. خو نننی نړئوال نظم د داسي اصولو پر بنسټ روان دئ چي ځواکمن به دا تعریف کوي چي قانون څه دئ، ځواکمن به تعریف کوي چي ترهگر څوک دئ او څوک بیا متحد او ملگری، ځواکمن پرېکړه کوي چي د بشري حقونو سرغړونه څه وخت مهمه ده او څه وخت له پامه غورځول کېږي. نو ځکه هم د امریکا او آسټرالیا په څېر لېري پراته هېوادونه چي د زرگونو میلو فاصله لري؛ د نورو ملتونو لپاره د حقونو تعریف کوي؛ دا عدالت نه بلکي د ځواک د نابرابرۍ څرگند انعکاس دئ.

ځکه هم دا گمان مه کوئ چي اسلامي امـ.ارت سم نه دئ روان نو ځکه غرب مشروعیت نه ورکوي! د غرب معیار بل څه دئ!!