د مهاجرينو د سرپناه ستونزې
افغانستان د ميليونونو جريبه زمکې لرونکی دی ؛ پرېمانه دښتې لري ، او اوبه يې هم که ورسره مهار کړی شي ؛ د لکونو مهاجرو اړتيا پرې پوره کېدای شي . نه يوازې د مهاجرو جونګړې پرې جوړېدای شي ؛ لا چې لالهاندو کوچيانو ته هم رسېږي .
له بده مرغه نه جمهوريت په دې اړه لازم ماسټر پلان جوړ کړ ؛ نه تر هغه وړاندې نظامونو ؛ او نه اسلامي امارت !! خلقيانو د کابل ټولې زمکې په خپلو ګوندي غړو ووېشلې ؛ سره مينه ، پنجصد فاميلي ، تای مسکن ، مکروریان ، وزير اکبر خان ، شېر پور ، شهر نو ، دو صد فاميلي ، ریشخور ، ارزان قېمت ، او بلها نورې سیمې يې ګوندي ملګرو ته ډالۍ کړې ، او جمهوريتيانو په غربګرايانو سربېره بيا هم همغو کمونيستانو ته حواله کړې چې د کابل « ګل ، ګل » زمکې يې په لاس کې وې ؛ نه يې د نُمرې اړتيا لرله ؛ او نه د سرپناه له ستونزې سره مخامخ وو!! ډېری مهاجرين له يو او بل هېواده راغلل ؛ خو نه جمهوريت زمکې ور کړې ؛ او نه يې د هغوی لپاره اړين ماسټر پلان برابر کړ ! جمهوريتيانو ځکه پر هغوی نُمرې نه وېشلې چې په پاکستان پورې يې تړلي ګڼل ، او دا هغه تور ؤ چې مهاجرين يې له ټولو امتيازاتو بې برخې کړل ؛ حتا پرځينو يې چاپې ووهل شوې او د دوهم ځل لپاره په هجرت مجبور کړی شول !!
ځينې ښارګوټي که د مهاجرينو په نوم هم جوړ کړی شول ؛ لومړی لاس زمکې يې بيا هم همغو دولتي کسانو اشغال کړې چې په يو او بل نوم يې لسګونه نُمرې نورې هم لرلې !! پر مهاجرينو يې يوازې هغه نُمرې ولورولې چې دوی ته پکې د خپلو ځانونو لپاره ګل ګل زمکې په نظر نه ورتلې او له ښارونو لري لري پرتې وې !!
د خوست په متون بابا کې يوازې يو کمونيست دېرش نُمرې اشغال کړې ؛ خو مهاجرين يې لري لري د غرو لمنو ته وشړل !!
همدغسې ناعادلانه تقسيمات په ټول افغانستان کې وشول ؛ ښې ښې ښاري نُمرې چارواکو واخيستې ؛ خو په مهاجرينو يې ډاګونه هم پېرزو نه ول !! مهاجرين او بې واسطې خلک مجبور شول چې له ملا تره خېل ، سيد اسحق ګيلاني ، ملا عزت ، او يو شمېر نورو صيبانو د سرپناه لپاره يوه يوه نُمره په پيسو واخلي! له بده مرغه د « امارت » فلتر ته هم همغه خلک ولوېدل چې جمهوريت او کمونيستي نظامونو دښمنان بلل او يوه يوه نُمره زمکه يې هم پرې نه لوروله !!
اوس اورو چې له پاکستان او ايران نه راشړلي مهاجرين له ورته ستونزو سره مخامخ دي !! نه د سرپناه لپاره زمکې تر لاسه کولی شي ؛ او نه په آسانه د مستحق مهاجر په عنوان منل کېږي !! په ښارونو کې هم د هغوی په اړه ظالمانه چلند موجود دی ؛ د کورونو خاوندانو د کرايي کورونو کرايې هومره لوړې کړې چې بې وسه مهاجرين يې په سختۍ سره کرايه کولی شي !!
ستونزه داده چې اسلامي امارت يې د دايمي هستوګنې لپاره لازم ماسټر پلان نه لري !! معلومه نه ده چې پر هغوی به يې يوه يوه نُمره پېرزو شي او که يه ....
اسلامي امارت کولی شي چې د عمومي شاهراوو په څنډو کې هر مهاجر ته پنځه پنځه جريبه زمکه مختص کړي ؛ د اوبو اړتيا يې هم خپله ورته پوره کړي ؛ او مهاجرين و هڅوي چې له يوې خوا اړوند زمکې آبادې کړي ، او له بلې خوا د سړکونو په يوه او بله غاړه داسې ونې وکري چې ډېرو اوبو ته اړتيا و نه لري . که امارت دا کار وکړي ؛ هم به شاړې زمکې شنې شي ؛ هم به د سړکونو دواړه غاړې پر ونو ښايسته شي ؛ او هم به د مهاجرينو زړونه لاسته راوړي. ضمناً د قوش تېپې خوا وشا هم پر مهاجرينو ودانېدای شي ، امارت دې زمکې ورکړي چې هم کانال پرې وساتل شي ؛ او هم د مهاجرينو د سرپناه اړتيا منتفي شي .