مفتی شمائل ندوي او جاوید اختر مناظره

دسمبر 28, 2025 - 15:50
 0  28
مفتی شمائل ندوي او جاوید اختر مناظره

دا مکالمه/ مناظره ما پوره دوه ګنټې پۀ يو ټيوب ټکے پۀ ټکے واورېده - ډېر سوالونه تکراري وو خو بيا هم يو ريفرېشر کورس وۀ - داسې مکالمې پۀ نړۍ کښې عامې دي - پکار ده چې مونږ خپل نوے نسل دې چيلنجونو ته پۀ ذهني توګه تيار ساتو -

جاوېد اختر يو عام ملحد نۀ دے بلکه ځان ته د ميډيا ګاډ فادر او فلسفي وائي - د داسې خلکو سره کۀ دلائل وي هم نۀ خو د هغو رعب دومره وي چې مخالف پۀ نفسياتي دباو کښې راولي نو عام ملان ترې يا ډډه کوي او يا پسې اواز پورته کوي - خو مفتي صېب علم او دلائل لرل نو هېڅ نفسياتي پرېشر ئې وانۀ خستۀ - بلکه د سقراطی مکالمې سټائل ئې ورسره خپل کړۀ -

زۀ حېران دې ته يم چې يو تن مناظرې له راځي او کانټنجنسي ټکے نۀ پېژني - پۀ دوه ګنټې مکالمه / مناظره کښې جاوېد صېب د کانټېنجنسي ټکي له پاره بار بار وضاحت غوښتۀ او مفتي صېب ورته درې څلور ځله وضاحت هم وکړۀ خو داسې ښکارېده چې د جاوېد صېب پرې سر نۀ خلاصېدۀ  - پکار وه چې د مناظرې نه مخکښې هغه د علم الکلام (تيالوجي) مطالعه کړي وے چې لازمي وجود او کانټينجنسي ئې پېژندلي وے -

د جاوېد صېب واحد سوال چې جواب ته ئې د مفتي صېب خيال ونۀ شۀ - هغه همېشه ټکے وۀ - جاوېد صېب سوال وکړۀ چې تۀ وائې خدائے د وخت نه بهر دے او بيا وائې چې د همېشه نۀ دے نو همېشه هم وخت ظاهروي - دا هم د جاوېد صېب لا علمي ده - ځکه چې د همېشه هېڅ سر نۀ وي معلوم خو بیا هم کۀ مفتي صېب دلته ازلي ، ابدي يا سرمدي ټکي راوړي وے نو د خبرې وضاحت به نور هم اسان شوے وۀ -

دلته هم د جاوېد صېب پۀ بې علمۍ يا لا علمۍ ډېر سوالونه پورته کيږي - وې ئې چې ميټافزکس نۀ منم - چې يو تن څۀ لوستي نۀ وي نو د منلو او نۀ منلو جواز پېدا کول هم عجيبه ده - فلاسفي الهیات (ميټافزکس) چې وجود ، سبب او اثر (کاز اېنډ ايفکټ ) همېش والے ، ازليت او ابديت تشريح کوي د هغې لوست ورله لازمي وۀ -

بل مهم سوال ئې د باور (بيليف) او عقيدې (فېت ) پۀ حواله وۀ - چې هر مذهب وائي ما بې ثبوته اومنه - نو دلته ساده خبره دا ده چې څوک د کائنات نظم مني نو هغه به دا کانټنجنټ ګڼي يعني دا به مني چې وجود ئې ضروري نۀ دے ځکه چې شورو او خاتمه لري يعني (ممکن الوجود) دے - نو د هغې علت د پاره يو لازمي وجود (واجب الوجود ) هم پکار دے او هغه لازمي وجود خدائے دے -

بهرحال کۀ د مسلمان پۀ حېث د خدائے پۀ ذات زمونږ پوخ ايمان دے او د هېڅ دليل ضرورت نۀ لري - خو د عصري پوهې د پاره دې  زمونږ ديني علم زده کوونکي منطق ، فلسفه ، ميټافزکس ، تيالوجي او طبعي سائنس هم ولولي چې علمي وسعت ئې سېوا شي او د داسې سوالونو جواب کولے شي -