ډي اېن اے کوډنګ
د انساني بدن پۀ هره يوه خليه کښې د ډي اېن پۀ شکل يو داسې کوډنګ موجود دے چې خواوشا ۳.۲ بيلين حروف لري - د انسان پۀ بدن کښې تقريباً ۳۷ ټريلين (۳۷ کربه) خلئې وي او هره ورځ ۵۰ – ۷۰ بيلين نوې خلئې جوړيږي - يعنې هر سيکنډ تقريباً د ۵ لکو نه تر ۸ لکه نوي خلئې جوړيږي -
کۀ حساب سیکنډونو ته راولو نو پۀ يو سیکنډ کښې د يو نیم لاک نه تر دوه لکه خلئې داسې وي چې پۀ هغې کښې دغه کوډ لیکلے کيږي يا نقل کيږي او پۀ يو څو ساعتونو کښې دغه ۳.۲ بیلين حروف ولیکلے شي - دا کوډنګ پۀ ميلين خليو کښې پۀ يو وخت متوازي روان وي او تقريباً د هر قسمه غلطيانو نه پاک وي او ځان پۀ خپله ټيک کوي -
دا کوډنګ د انسان رنګ ، قد ، شکل ، مخ ، د سترګو رنګ ، د وېښتو جوړښت ، د هارمون حساب ، ميټابالزم او د اعصابو د حساسیت نه علاوه نور هم ډېر څۀ لیکي - خو ياده دې وي چې د وجود او اعصابي حساسیت فيصلې نۀ لیکي صرف د انسان رجحان ليکي - چې انسان ئې پۀ خپل سوچ ، هنر او کوشش بدلولے شي -
د دې پۀ مقابله کښې يو ډېر ماهر سافټ وئېر انجينئر پۀ پوره کال کښې شائد د ۵ نه ۱۵ لکه حروفو کوډ وليکي او دا کوډ به ډېر محدود معلومات لري - د دې نه علاوه به بلها غلطيانې لري ، اپډېټ به غواړي او د کرېش کېدو امکان به ئې هم وي -
د ميلين خليو حساب پرېږده خو د يوې خلئې کوډ د يو ماهر انسان د پوره کال کوډنګ نه پۀ زرګونو چنده زيات او د معلوماتو پۀ حساب ډېر وسيع دے - نو ايا دا دومره غټ کوډ اول ځل د ځانه ليکلے شوے دے ؟
انساني ډي اېن اے کوډنګ يواځې علمي کوډ نۀ دے بلکه د الله قدرت ، حکمت او تخليق شاهکار هم دے - ځکه خدائے پاک وائي
لقد خلقنا الانسان في احسن تقویم
بې شکه مونږ انسان د ټولو ښکلے او کامل جوړښت کښې پيدا کړۀ -