پېرو ته دافغان چورلکو سپارل او د ناقدينو سکوت !
وړمه ورځ د افغانستان ۹ باله پوځي چورلکې پېرو هېواد ته وسپارل شوې ، تر دې وړاندې له ازبکستان نه ۷ باله UH_ 60 بليک هاک څرخکې امريکاته انتقال کړی شوې ، دا هغه څرخکې وې چې په جمهوريت پورې تړليو چارواکو يا هوابازانو د نظام د سقوط په مهال ازبکستان او تاجکستان ته لېږدولې وې !! چا له ډالرو سره ډکې يووړې او چا پکې په ډالرو سربېره خپلې نازولې مېرمنې هم انتقال کړې !! دوی نه دا ډول عمل خيانت وباله او نه يې له بيت المال سره جفا !! هغو کمونيستو فيسبوکيانو يې هم پاڼه وانړوله چې م جاهدين په خوست کې د کباړ الوتکو پر تخريب او پلور متهموي ؛ پر چا د کباړي نوم ږدي او پر چا د
آی ايس آی د غلامانو !! د ۱۹۹۱ وم زېږديز کال په مارچ کې چې خوست د م جاهدينو په لاسونو فتح شو او له کمونيستانو يې بېلابېلې وسلې په ولجه و نيولې ؛ دې کې هغه الوتکې هم شاملې وې چې د څوکاله جګړې په پايله کې له کاره لوېدلې وې ؛ خوست اوږده موده د م جاهدينو تر محاصرې لاندې ؤ ؛ له دواړو لوريو مرمۍ ويشتل کېدلې ؛ کمونيستانو هوايي ډګر د اکمالاتو او پر م جاهدينو د پوځي الوتکو د استعمال لپاره کاراؤ ؛
م جاهدين مجبور ؤ چې هوايي ميدان تر اور لاندې وساتي ، د همدغسې عملياتو په ترڅ کې ډېری الوتکې تخريب شوې ، چې اوس يې کمونيستان د م جاهدينو پرمخونو ور موښي!! دوی دانه وايي چې د خوست له هوايي ډګر نه يې څه ډول ګټه اخيستله ؛ هلته موجودې الوتکې يې د چا خلاف استعمالولې ؛ څوک يې پرې وژل ؛ د چا کورونه او سنګرونه يې پرې ورانول ؛ او د څومره افغانانو ژوند يې وننګاؤ !! دا جنابان دا ټولې خبرې پټې ساتي ؛ او يوازې هغه برخه يې را برسېره کوي چې د
م جاهدينو د بدنامۍ سبب ګرځي ! دوی په دې هم اغماض کوي چې د همدغو الوتکو د غلط استعمال په نتيجه کې يې د څومره خوستیانو کورونه وران کړل ؛ او د څومره بې ګناه انسانانو ژوند يې په داو ولګاؤ ! د خوست تر سقوط وروسته ډاکتر نجيب په بړ بړ وويل : « زه به خوست هومره لوټې لوټې کړم چې يو مخالف هم پکې ژوند ونه شي کړای .... »
له همدې سره متصل يې پر خوست د سکاډ توغنديو باران جوړ کړ ... عجيبه خو داده چې يو توغندی يې هم د پاکستان خواته ور ونه شاړه ؛ او نه يې د يوه پاکستاني پزه وينې کړه ؛ بلکې افغانان يې پرې ووژل او د خپلو هموطنه خوستيانو کورونه يې پرې تخريب کړل !! ماته وواياست چې م جاهدينو له ځانونو نه د دفاع لپاره بايد هوايي ډګر ويشتلی وای او که نه ؟ تاسې عادلانه پرېکړه وکړئ ؛ آياکمونيستانو حق لاره چې د خوست هوايي ډګر د خپل مسلمان ملت خلاف او د شوروي په ګټه استعمال کړي !؟ آيا د افغانانو هر څاڅکي وينې له يوې الوتکې نه لوړ قېمت نه لاره ؟ آيا د مسلمانانو وينه دومره ارزانه وه چې د شوروي ځواکونو د تسلط لپاره مُفته تويه شي ... ؟!
که ځواب « نه » وي ؛ نو بيا بله متبادله لاره کومه وه چې م جاهدينو د خپل ملت ددفاع لپاره کارولې وای ؟
منم چې په خوست کې تخريب شوې الوتکې کباړ کړی شوې ؛ خو دا کار هم د هغو مرموزو کړيو په لاسونو ترسره شو چې د
ج هادي تاريخ د مسخې لپاره ګُمارل شوي وو ؛ هغوی ځکه دا کار کاؤ چې د م جاهدينو سبانی تاريخ بدنام شي ! دا ډول کار له هغو ټانکونو سره هم شوی چې دلويو لارو په اوږدو کې د
م جاهدينو خلاف په جګړو کې استعمال شوي وو ! استعمار نه غوښتل چې راتلونکی نسل د م جاهدينو له اتلوليو خبر شي او عملاً وويني چې له څه ډول اوسپنو سره يې سرونه جنګولي دي ؛ ځکه خو يې مرموزې کړۍ په کار واچولې او د لويو لارو په اوږدو کې يې د ا نقلاب افتخارات له منځه يووړل ! که هغه شوبلې او په هوايي ډګرونو کې د م جاهدينو په قربانيو لاسته راغلې تخريب الوتکې پاتې وای ؛ م جاهدينو به د اتلوليو تاريخ پکې خوندي ساتلی وای !!
اوس خبره داده چې لومړی خو له آمونه ها خوا زموږ اړوند چورلکې چا او ولې يې انتقال کړې !؟ که دا چورلکې د بيت المال ملکیت وي ؛ نو آيا له بيت المال سره دا ډول خیانت په تاريخ کې هم کله ليدل شوی دی ؟ که د وزير اکبر خان توپانچه د زرګونو خلکو په خولو کې د مسلمانانو د بدنامۍ لپاره اوړي ، را اوري ؛ نو د ميلياردونو ډالرو په قېمت منځنۍ آسيا ته د ۴۶ باله هلکوپترو په انتقال ولې اغماض کېږي ؟ ولي يې څوک پاڼه نه را اړوي ؟ او ولي يې پېرو ته په ورسپارلو له خولې نه سوڼ نه راوځي ؟ نه يې « مغز متفکر » پاڼه اړوي ، او نه يې په شرق او غرب پورې تړلې ډلې ټپلې !!