په شمال کې د حزب اسلامي او د هغوی د مشهورو قومندانانو او مجاهدینو پر ضد د یوه ګډ ستراتیژیک پلان

دسمبر 28, 2025 - 16:27
 0  40
په شمال کې د حزب اسلامي او د هغوی د مشهورو قومندانانو او مجاهدینو پر ضد د یوه ګډ ستراتیژیک پلان

‏کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان نظامي یرغل وکړ، بابرک کارمل سره د خپلو پرديپاله ملګرو د شوروي نظامي ټانکونو په ملتیا ارګ ته راوستل شو او د واک پر ګدۍ کېناست.

‏د ځینو روایتونو له مخې، احمدشاه مسعود تر دې وروسته له روسانو او د هغوی له استخباراتي ادارې (KGB) سره اړیکې پیدا کړې. ویل کېږي چې احمدشاه مسعود او بابرک کارمل له یو بل سره نږدې اړیکې او روابط لرل.

‏د شواهدو له مخې، د بابرک کارمل کورنۍ اصلاً د پنجشېر اوسېدونکې وه. ویل کېږي چې د هغه نیکه له پنجشېر څخه کابل ته کډه شوې وه او هلته یې د کاتب او د مالیاتي چارو (مرزاتوب) دنده ترسره کوله. همدارنګه بابرک کارمل د قومي تړاو له مخې له احمدشاه مسعود سره نږدې اړیکې پاللې.

کله چې بابرک کارمل واک ته ورسېد، ویل کېږي چې سمدلاسه یې احمدشاه مسعود د شوروي استخباراتي جنرالانو سره معرفي کړ. د وخت په تېرېدو سره، د شمال په سیمو کې د شوروي ځینو جنرالانو له‌خوا احمدشاه مسعود ته د جنرالۍ رتبه ورکړل شوه او په نظامي او مالي برخو کې یې ملاتړ او د اکمال تأمین کېده.

‏وروسته، د دغو روایتونو له مخې، په شمال کې د حزب اسلامي او د هغوی د مشهورو قومندانانو او مجاهدینو پر ضد د یوه ګډ ستراتیژیک پلان پر بنسټ ائتلاف رامنځته شو او پر وړاندې یې عملي جګړه پیل شوه. د دې ګډ ائتلاف (احمدشاه مسعود، بابرک کارمل او شوروي اتحاد) له امله، ګڼ شمېر مشهور جهادي قومندانان ووژل شول، او شمال ورو ورو د قومي او سمتي اختلافاتو له امله یوازې د شورا نظار او وروسته د شمالي ټلوالې تر ولکې لاندې پاتې شو. په همدې موده کې، د شوروي جګړه په جنوبي ولایتونو کې لا نوره هم شدیده او پراخه شوه.

‏نور تاریخ، د همدې روایت له مخې، خلکو ته ښه معلوم دی.