دا کسان باید د ملي محاکمې پر وړاندې ودرول شي
شمالي ټلواله د بهرنیانو، یعنې د امریکا او ناټو، په نظامي الوتکو او ټانکونو کې سپره کابل ته راوستل شول او د ارګ پر ګدۍ يې کېنول. د شمالي ټلوالې د واکمنۍ پر مهال یې خپل هغه ملي خیانتونه، ظلمونه او وحشتونه له یاده ونه ایستل شول چې د پښتنو پر کورونو یې شپه او ورځ ظالمانه چاپې وهلې او د «ح ا ا» او «ا ا ا» په نوم یې بې ګناه پښتانه زندانونو ته اچول. دغه زندانونه یوازې د پښتنو له ځوانانو او مشرانو ډک وو.
د دوی د شخصي زندانونو خبره خو هر چاته څرګنده ده. امرالله صالح پخپله اعتراف کړی چې د امریکا په خوښه یې د کابل په شمال او پنجشېر کې تر ۵۰ زیات شخصي زندانونه لرل. بالاخره، په دغو شخصي زندانونو کې له پښتنو سره د وحشیانه شکنجو دوسیې د بشري حقونو په بنسټونو کې ثبت شوې دي، او امرالله صالح باید په نړیواله محکمه کې محاکمه او مجازات شي.
له بده مرغه، دوی امریکا او ناټو ته ټول پښتانه د تروریستانو په نوم ورپېژندل. د صفر «۱، ۲، ۳» اجیرو او کرایي ملیشو ډېری قومندانان د شورا نظار او شمالي ټلوالې څخه وو. هغوی به د پښتنو په ولایتونو او ولسوالیو کې هر ډول ظلم او بربریت کاوه، تر دې چې په خلکو کې دا باور پیدا شوی و چې ګواکې دومره ظلم او وحشت امریکا او ناټو هم نه دی کړی، لکه څومره چې شمالي ټلوالې او شورا نظار کړی دی.!
د مرحوم برهانالدین رباني هغه خبره هم د یادونې وړ ده: کله چې د امریکا ولسمشر بوش پرېکړه وکړه چې د روژې میاشتې په مناسبت د لنډ وخت لپاره جګړه او بمبار ودرول شي، مرحوم رباني په ځواب کې وویل:
«نه، لا غټ غټ بمونه وکاروئ.»
د دوی خیانتونه، جنایتونه، غلاوې، اختطافونه، د ځمکو غصب، د قدرت انحصار، د قومونو ترمنځ تعصب، د اشخاصو ترور، او د خلکو په ګڼهګوڼه کې چاودنې، دا ټول هغه کړنې دي چې دوی ترسره کړي دي.
دا کسان د بښنې وړ نه دي، بلکې باید د ملي محاکمې پر وړاندې ودرول شي او د خپلو کړنو په بدل کې حساب ورکړي او مجازات شي.!