د بنګله دېش ټاکنې او سياسي فضا د سختې مقابلې پر لور روانه ده

دسمبر 29, 2025 - 18:01
 0  10
د بنګله دېش ټاکنې او سياسي فضا د سختې مقابلې پر لور روانه ده

په بنګله‌دېش کې د جماعت اسلامي او د پوهنتونونو د محصلانو له‌خوا هغه پراخ ولسي لاريونونه چې د شيخ حسينه واجد د حکومت پر ضد پيل شول، بالاخره يې د عوامي ليګ د واکمنۍ د سقوط لاره هواره کړه. د حسينه واجد تر مشرۍ لاندې حکومت ونړېد، عبوري حکومت رامنځته شو او اعلان وشو چې راتلونکې فبرورۍ کې به عمومي انتخابات تر سره کېږي.

له همدې شېبې راهيسې سياسي فضا د سختې مقابلې پر لور روانه ده. بنګله‌دېش نشنل ګوند، جماعت اسلامي، د محصلانو نوی سياسي تنظيم او عوامي ليګ ټول د يو بل پر وړاندې ولاړ دي، او داسې ښکاري چې دا انتخابات به د هېواد د سياسي راتلونکي د ټاکلو تر ټولو سخته جګړه وي.

خو تر ټولو د پام وړ اړخ د ديوبندي علماوو او د هغوی د تنظيم دریځ دی. همدغه علما هغه مهال چې د حسينه واجد حکومت پر خپل اوج ولاړ و، تقريباً خاموش پاتې شول، نه يې غږ پورته کړ او نه يې ښکاره مخالفت وښود. خو کله چې ميدان تود شو او قدرت د بدلون پر لور وخوځېد، نو هغوی هم ناڅاپه فعال شول.

عامه تمه دا وه چې دا ډله به د جماعت اسلامي ملاتړ وکړي، خو پېښه برعکس شوه. دوی د درې سوه انتخابي حلقو له منځه يوازې پنځه کسان، هغه هم په پنځو محدودو حلقو کې، ودرول او نور ټول سياسي وزن يې د سيکولر بنګله‌دېش نشنل ګوند په پلوي کې واچاوه. حتی په شاوخوا دوه سوه پنځه نوي حلقو کې يې په ښکاره توګه د خالده ضياء د ګوند ملاتړ اعلان کړ، او د جوماتونو او مدرسو له منبرونو يې خلکو ته دا پيغام ورساوه چې جماعت اسلامي ته رايه ور نه کړي، بلکې يوازې بنګله‌دېش نشنل ګوند ته ملاتړ ورکړي، هغه ګوند چې خپله د سيکولر مبارزې دعوه لري.

په همدې بنسټ عام فکر دا و چې ښايي د خالده ضياء ګوند به په اسانه يا لږ تر لږه په ساده اکثريت انتخابات وګټي. خو سياست يو ځل بيا خپل مخ واړاوه.

نن هر څه بدل شوي دي. د محصلانو نوی ګوند، د اته نورو وړو سياسي ډلو سره يو ځای، له جماعت اسلامي سره انتخاباتي اتحاد اعلان کړ؛ داسې اتحاد چې د ځواک، تنظيم او ولسي ملاتړ له پلوه تر ټولو قوي جبهه بلل کېږي. دا نوی ايتلاف نه يوازې د انتخاباتو معادله واړوله، بلکې ټولې پخوانۍ محاسبې يې له سره پوښتنې لاندې راوستلې.

اوس داسې ښکاري چې د راتلونکې فبرورۍ انتخابات به يوازې د بنګله‌دېش د کورني سياست جګړه نه وي، بلکې د سيمه‌ييزو سياليو انعکاس به هم پکې ښکاره شي. د هند او پاکستان تقابل، په مستقيم يا غير مستقيم ډول، د انتخاباتي ډګر په تل کې احساسېږي، او پايلې به يې ډېر ژر د جنوبي اسيا پر سياسي نقشه خپل اغېز وښيي.

دا انتخابات نور يوازې د واک د بدلون موضوع نه ده، بلکې د دې پوښتنې ځواب به هم ورکړي چې بنګله‌دېش به د کوم فکري، سياسي او سيمه‌ييز لوري پر لور روانېږي.