کابل ته د خلیلزاد ناڅاپي راتګ باید د افغانانو له خوا د خوشبینۍ سبب ونه ګڼل شي
کابل ته د خلیلزاد ناڅاپي راتګ باید د افغانانو له خوا د خوشبینۍ سبب ونه ګڼل شي. دا څرګنده ده چې خلیلزاد د متحده ایالاتو استازی دی او د هغه ټول فعالیتونه د امریکا د ملي سیاسي ګټو په چوکاټ کې ترسره کېږي، نه د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ. له همدې امله، دا تمه نه شي کېدای چې نوموړی به د افغانانو د هوساینې، یا د هېواد د امنیت او ثبات د ټینګښت واک او اراده ولري.
ښايي د نوي ميلادي کال له پیلېدو سره سم په سیمه کې د نوو سیاسي او اقتصادي پروژو د سیالۍ، او همدارنګه د احتمالي ګواښونو له امله اندېښنې ورځ تر بلې زیاتې شوې وي. له همدې کبله، امریکا هڅه کوي چې د خپلو سیاسي او استخباراتي اهدافو د خوندي کولو لپاره په سیمه او اړوندو هېوادونو کې نوې تګلارې عملي کړي.
افغانان باید هوښیار واوسي، تر څو د نورو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره خپل وطن او ملت نور قرباني نه کړي او هېچا ته د دې ډول فرصت اجازه ورنه کړي.