پر افغانستان د شوروي چپاو مستند داستان
لومړۍ برخه
د کمونيستانو د وحشتونو ، اختناق ، او بربریت په وړاندې ؛ د مسلمانانو غبرګون د عام نفير بڼه غوره کړې وه ؛ ډاکتر ، استاد ، معلم ، انجنېر ، محصل ، بزګر ، پير ، ملا ، او آن ښځو هم ځکه په انقلاب لاس پوري کړی ؤ چې ژوند ، عزت ، هېواد او هرڅه يې په خطر کې لوېدلي وو !! دوی مجبور ول چې يا د انقلاب په ليکو کې و درېږي او/ يا هم نورو هېوادونو ته د هجر ت لاره ونيسي !! د هجرت لارې هم له خطرونو ، مرګونو او ننګونو ډکې وې ؛ ځکه خو به ډېری مها جرين يا له کمينونو سره مخامخ کېدل ؛ يا به چورلکو تعقيبول ؛ او يا به د لارو په اوږدو کې په داسې وحشتونو واوښتل چې دکورنيو نيمايي غړي به يې شهيدان او پاتې به يې نيم ژواندې تر ګاونډيو هېوادونو ورسېدل !! د هجر ت په قافله کې هغه خلک هم شامل وو چې اوس پر مجا هد ينو د آی ايس آی ټاپې لګوي !! هغه مهال دوی ټولو ځانونه مظلوم مهاجرين او حق په جانب مجا هدين بلل ؛ په مجا هدينو يې افتخار کاؤ ؛ په مجلو او اخبارونو کې يې د
جها د ترانې غږولې ؛ پاکستان يې د فعاليتونو مرکز ؤ ؛ او افغانستان يې د شورويانو په لاس اشغال باله !! ځينو خو يې د امکاناتو د تصاحب لپاره په يو او بل نوم خيالي جبهې هم جوړې کړې وې ، او چې چېرته به مج ا هدينو کومه سيمه آزاده کړه؛ دوی به يې په ویاړنو کې ځانونه لومړۍ درجه شريکان بلل ....!!
په همدغسې حالت کې چې جها د په ملي پاڅون بدل
شوی ؤ ؛ سرو لښکرو له زرګونو شوبلو او موډرنوجنګي وسايلو سره پر افغانستان حمله وکړه ؛ يولک دېرش زره سربازان او پوځي جنرال يې زموږ پر غريب هېواد را مارش کړل ... !! په دې سناریو باندې اوږده موده کار شوی ؤ ؛ خلقيان او د هغوی باداران دواړه دې نتيجې ته رسېدلي وو چې افغانستان د سرو لښکرو تر پښو لاندې شي !! نورماد تره کي او حفيظ الله امين تر هغه مهاله ۲۱ ځلې د شوروي ځواکونو د نظامي چپاو غوښتنه کړې وه !!