پاکستان کي ميشت افغانان

جنوري 3, 2026 - 15:09
 0  19
پاکستان کي ميشت افغانان

يو شمېر هغه دوستان چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي او هلته يې پاکستاني شناختي کارډونه هم تر لاسه کړي، پرله‌پسې پوښتنې او اندېښنې لري. خو خبره بايد يو ځل بيا په روښانه ډول ووايم: کله چې د مهاجرينو شمېر کم شي او نږدې نوي يا پنځه نوي فيصده خلک افغانستان ته راستانه شي، د افغانستان حکومت به نور له هغو پخوانيو مجبوريتونو سره مخ نه وي. همدا به د پاليسۍ د بدلون پيل وي او يقيناً وضعيت به بدل شي.

له هغې وروسته به د تګ‌راتګ په برخه کې سخته او حساب شوې تګلاره عملي کېږي. هر څوک چې ګاونډي هېواد ته د سفر نيت لري، بايد د څو استخباراتي فلترونو له پړاوونو تېر شي، د خپل سفر موخه به په روښانه ډول بيانوي او يوازې د موجه او قانع کوونکي دليل پر بنسټ به اجازه تر لاسه کوي. بې‌هدفه، عادتې او غيرمسؤلانه تګ‌راتګ ته به نور ځای نه وي.

تر ټولو مهم او حساسې ټکی دا دی چې هغه پاکستاني شناختي کارډ لرونکي افغانان چې په افغانستان کې لوړ پوړيز کورونه، مارکيټونه، دوکانونه او نور جایدادونه لري، له همدې هيواده کرايې او ګټې اخلي، خو خپله په ګاونډي هېواد کې په بشپړ ارام او مرفه ژوند بوخت دي، دا حالت به نور د زغم وړ نه وي. په ځانګړي ډول هغه مهال چې د هېوادونو ترمنځ اړيکې د ملي ګټو پر بنسټ ترينګلې وي، دا دوه‌مخيز چلند په افغانستان کې نه شي منل کېدای.

حکومت به حتمي پرېکړې کوي او دا خلک بايد ځانونه په خوش‌فهمۍ کې پرېنږدي چې ګواکې دواړه هېوادونه به تل يو د بل له حالاتو سترګې پټې کړي. نه دا يو دايمي حالت دی او نه به د افغانستان حکومت دا ډول وضعيت وزغمي.

دا ډول پرېکنده تعامل د نړۍ په تاريخ کې نوې خبره نه ده. د هند او پاکستان د تقسيم پر مهال هم ورته سختې پرېکړې وشوې، همدارنګه د پاکستان او بنګله‌دېش ترمنځ د بېلتون پر وخت هم دا ډول پاليسۍ عملي شوې. تاريخ ښيي چې کله خبره د ملي حاکميت، امنيت او ګټو شي، دولتونه احساساتي نه، بلکې پرېکنده او حساب شوې پرېکړې کوي.