د اسيا، اروپا، افريقا او امريکا راتلونکی سناريوګانی
کله چې د افريقا پر لويه وچه د اروپا پخوانۍ سياسي او اقتصادي منګولې ورو ورو خلاصې شوې، نو دا تشه تشه پاتې نه شوه. په نړيوال سياست کې تشې ډېر ژر د نويو لوبغاړو لهخوا ډکېږي. افريقا هغه ميدان شو چې پکې تاريخي استعمار شاته ولاړ، خو د ځواک لوبه پای ته ونه رسېده، يوازې بڼه يې بدله شوه. نن افريقا نور د اروپايي بيرغونو تر سيوري لاندې نه ده، خو د بندرونو، کانونو، پورونو، پوځي تړونونو او لوژستيکي دهلېزونو تر سيوري لاندې ده.
اروپا چې يو وخت يې افريقا د خامو موادو ګدام او د نفوذ طبيعي حوزه بلله، اوس د خپلو داخلي بحرانونو، د اوکراين جګړې، د انرژۍ کمښت او د افريقايي ملتونو د سياسي بيدارۍ له امله نور د پخوانۍ واکمنۍ توان نه لري. فرانسې په مالي، بورکينا فاسو او نايجر کې په پرلهپسې توګه وځپل شوه، پوځيان يې ووتل او بيرغونه يې ښکته شول. دا يوازې د پوځي ماتې کيسه نه وه، بلکې د نفوذ د يوې دورې پای و. همدغه شاتګ امريکا ته دا پيغام ورکړ چې که اروپا نور د لويديځ استازی نه شي پاتې کېدای، نو تشه به چين ډکوي.
امريکا ځکه افريقا ته په بېړه متوجه شوه چې هلته د چين حضور يوازې سوداګريز نه دی، بلکې ستراتيژيک دی. چين په جيبوتي کې پوځي اډه لري، په کينيا کې بندرونه جوړوي، په ايتوپيا کې صنعتي زونونه چلوي، په کانګو کې د کوبالټ او مس کانونه کنټرولوي او په زامبيا کې د پورونو له لارې سياسي فشار رامنځته کوي. واشنګټن ښه پوهېږي چې دا بندرونه يوازې سوداګري نه، بلکې د سبا پوځي او ټکنالوژيکي برلاسی تضمينولی شي. ځکه نو د امريکا اندېښنه افريقا نه، بلکې هغه بيرغ دی چې افريقا کې رپيږي: د چين بيرغ.
خو امريکا په يوه وخت کې يوازې پر افريقا تمرکز نشي کولای. منځنی ختيځ لا هم د نړۍ د انرژۍ زړه دی، ايران لا هم يو ناڅرګند فکتور دی، او اسرائيل لا هم د واشنګټن د ستراتيژۍ حساس ټکی دی. همدا څو محاذي فشار امريکا دې ته اړ کړې چې ډېرې تشې د خپلو سيمهييزو متحدينو له لارې ډکې کړي، نه په مستقيم حضور.
دلته د اسلامي شتمنو خليجي هېوادونو رول راڅرګندېږي. سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر افريقا ته د شعار، احساس يا يوازې د اسلامي ورورولۍ له زاويې نه دي ورغلي. هغوی افريقا د خپلو راتلونکو بحرانونو حل بولي. سعودي عربستان په سوډان او ايتوپيا کې په زرګونو هکټاره کرنيزې ځمکې اخلي، ځکه پوهېږي چې د خوړو امنيت به د سبا جګړه وي، نه تېل. امارات د سوماليا، اريتريا او جيبوتي بندرونه اداره کوي، ځکه چې د نړيوال تجارت شريانونه د بندرونو له لارې کنټرولېږي، نه د ويناوو له لارې. قطر په افريقا کې د ميډيا، پانګونې او منځګړيتوب رول لوبوي، ځکه نرم ځواک کله ناکله تر ټانکونو ډېر اغېزمن وي.
خو د دې لوبې يو ډېر مهم، خو لږ ياد شوی لوبغاړی ترکيه ده. ترکيه افريقا ته نه د استعماري ماضي له عقدې سره ورغله، نه د سوړ قدرتي تکبر له غرور سره، بلکې د حضور، اړيکو او ميدان له لارې. ترکيه نن په افريقا کې له څلوېښتو زيات سفارتونه لري، په سوماليا کې يې تر ټولو ستر بهرنۍ پوځي اډه جوړه کړې، د افريقايي پوځونو روزنه کوي او د وسلو، په ځانګړي ډول بېپيلوټه الوتکو، بازار يې نيولی. د ليبیا جګړه وښوده چې انقره څنګه کولای شي په محدودو امکاناتو د ځواک توازن واړوي، او دا پيغام افريقايي دولتونو ته ورسېد چې ترکيه يوازې سوداګر نه، بلکې د امنيت تضمين کوونکی هم کېدای شي.
ترکيه په افريقا کې د لارې، روغتون، هوايي ډګر، ښوونځي او بشري مرستو له لارې د نرم او سخت ځواک ګډ ماډل وړاندې کړ. ترکیش ايرلاينز افريقا د استانبول له لارې نړۍ سره ونښلوله، او انقرې د کلتور، مذهب او سوداګرۍ درېګونی پل جوړ کړ. دا هغه څه دي چې نه چين په بشپړ ډول لري او نه اروپا نور پرې توانمنه ده.
دا هر څه تصادفي نه دي. افريقا ځوان نفوس لري، نادره کانونه لري، ستر بازار لري او د نړۍ د راتلونکو صنعتي ځنځيرونو کليدي برخه ده. څوک چې نن افريقا کې ريښې ټينګوي، سبا به د نړيوال اقتصاد پر ميز د پرېکړې څوکۍ ولري. همدا لامل دی چې خليجي هېوادونه د امريکا له مستقيم ټکر پرته، خو د هغې د ستراتيژيکو ګټو په همغږۍ، دا ميدان نيسي، او ترکيه د يو خپلواک، انعطافمنونکي او ميداني ځواک په توګه ځان تثبيتوي.
په دې لوبه کې افريقا نور بېاختياره قرباني نه ده. افريقايي دولتونه زده کړې چې څنګه د چين، امريکا، اروپا، خليج او ترکيې ترمنځ سيالي په خپله ګټه واړوي. نن که يو تړون له يو لوري سخت وي، بل لوری شته. همدا انتخاب افريقا ته نسبي ځواک ورکړی، که څه هم خطرونه لا هم شته.
نو دا چې اروپا شاته ولاړه، امريکا د چين او منځني ختيځ په غم کې ده، خليجي شتمن هېوادونه افريقا ته په حساب شوې ستراتيژۍ ننوتي، او ترکيه د امنيت، نفوذ او نرم ځواک تر منځ متوازن رول لوبوي، يوازې سياسي ادعا نه ده، بلکې د بندرونو په نقشه، د پوځي اډو په جغرافيا، د الوتنو په شبکو او د پانګونې په ارقامو کې يې ثبوت شته. دا د احساساتو نړۍ نه ده، دا د ځواک، بقا او راتلونکي د کنټرول نړۍ ده، او افريقا نن د همدې نړۍ د لوبې تر ټولو مهم ميدان ګرځېدلی.