د درېيمې نړۍ پر کمزورو هېوادونو د امريکا اصلي هدف د تېلو او طبیعي زیرمو ترلاسه کول دي

جنوري 7, 2026 - 17:04
 0  15
د درېيمې نړۍ پر کمزورو هېوادونو د امريکا اصلي هدف د تېلو او طبیعي زیرمو ترلاسه کول دي

د امریکا په سیاستونو کې یو معمول دا دی چې کله هم دغه هېواد له سیاسي او اقتصادي بحرانونو او داخلي رقابتونو سره مخ شي، نو سمدستي د درېیمې نړۍ پر کمزورو هېوادونو تمرکز کوي؛ یا یې په یو نه یو ډول په غیرقانوني توګه اشغالوي، او یا هڅه کوي چې د استخباراتي تکتیکونو له لارې یې نظامونه او واکمن حکومتونه بدل، نسکور او د سقوط له حالت سره مخ کړي. دا ډول بدلونونه کېدای شي د کورني پاڅون، بهرني فشار، کودتا، یا پوځي مداخلې له لارې ترسره شي.

حقیقت دا دی چې د دغو هڅو اصلي هدف د تېلو او طبیعي زیرمو ترلاسه کول دي، تر څو خپل اقتصاد پیاوړی او باثباته وساتي. البته، دا ډول کړنې هر څوک نه شي ترسره کولای؛ بلکې هغه ځواکونه یې عملي کولای شي چې له سیاسي، اقتصادي او استخباراتي ځواک، او همدارنګه له پرمختللو عصري ټکنالوژیکو وسایلو څخه برخمن وي.

په همدې تړاو، زموږ یو نږدې دوست و، الله تعالی دې پرې خپل رحمتونه نازل کړي، هغه به د کلیوالۍ په اصطلاح ویل: که زور او ځواک د خوراک وړ وای، نو ما به تل شات، «ګبین» ورکول.

رښتیا هم، زور او ځواک یوه لویه هستي ده.

«هوښیارانو ته یوازې اشاره کافي ده»