له توجیه پرته!

جنوري 11, 2026 - 16:31
 0  25
له توجیه پرته!

هر بااحساسه او وطن‌پال افغان دا مني چې د افغانستان طبیعي زیرمې او معادن د هېواد ملي شتمني ده؛ هېڅوک دا حق نه لري چې ملي شتمنۍ خپل شخصي ملکیت وبولي. هر څوک چې د هېواد ملي شتمني غلا کوي، دا د هېواد او ملت پر وړاندې ستر خیانت او لوی جرم بلل کېږي.

له بده مرغه باید ووایم چې د شمالي ټلوالې د یو شمېر متعصبو او لوټمارو غړو او پلویانو د تخار او بدخشان د معادنو په اړه بې‌ځایه غوغا جوړه کړې ده، په داسې حال کې چې همدوی په تېرو ۳۵ کلونو کې د افغانستان ملي معادن په غلا استخراج کړي او په نړیواله کچه یې پلورلي دي. دا هر څه د فرانسې، امریکا، روسیې، هند، پاکستان، ایران او تاجکستان په مرسته ترسره کېدل.

پوښتنه دا ده چې په دې کلونو کې د شمالي ټلوالې د «شورای نظار» ډلې دغه معادن په غیرقانوني ډول استخراج او پلورل؛ خو چا ته او کله یې د دې ملي شتمنۍ حساب ورکړی دی؟ د جمهوریت د واکمنۍ پر مهال هم همدې ډلو ټپلو د هېواد معادن په غیرقانوني ډول استخراج کول او بیا یې په تور بازار کې پلورل.

عجیبه خو دا ده چې د خپلې واکمنۍ پر مهال ورته هر څه حلال وو، خو اوس چې د هېواد د ملي شتمنیو څخه د هېواد په ګټه په ځینو برخو کې استفاده کېږي، شمالي ټلواله داسې فکر کوي لکه دا ملي شتمني چې د دوی شخصي ملکیت وي!