پاکستان ته د افغانانو د هجرت لاملونه - درېيمه برخه

جنوري 11, 2026 - 18:18
 0  20
پاکستان ته د افغانانو د هجرت لاملونه  - درېيمه برخه

د شاهي نظام وروستۍ لسيزه د بیان ازادي ، سياسي فعاليتونو او احزابو د ايجاد دوره ګڼل کېږي ، کمونيستي ګوندونو په همدغه مهال د ګوندي فعالیت لاره پرانيستله ؛ که څه هم د احزابو تکوين ، د وخت تقاضا وه ؛ ځوان نسل په يوه موډرنه ورکه پسې لالهاند ؤ ؛ خو د کمونيستي ګوندونو رغښت د کا جي بي په ديکتياتو ولاړ ؤ ... شوروي سفارت ډېری وختونه د کمونيزم غوړېدو او افغان کمونيستانو د فعاليت څرنګوالي ته ځانګړي کړي وو ؛

 لينينيزم څنګه وده وکړي

 محصلين په څه ډول د الحاد په وندني وتړل شي

 اسلام په کوم تکتيک د خلکو تر پام ور بد کړی شي

 او بالاخره افغانستان په څه ډول د سرې ټولواکمنۍ په قلمرو کې شامل کړی شي ... ؛ دا هغه خطرناکې سپارښتنې وې چې کا جي بي د خپلو لاسپوڅو تر غوږونو رسولې !!

نظام تر ډېره بريده د فيل په غوږ کې ويده ؤ ؛ د سياسي شعور کچه په نيشت حساب وه ؛ کمونيستانو ته خورا ښه فرصت په لاس ورغلی ؤ ؛ هغوی پوهېدل چې له يوې خوا افغانان د يو متره قي بديل په لټه کې دي ، او له بلې خوا شاهي نظام د دوی پر فعاليت ځکه انسداد نه شي لګولی چې سره امپراتورۍ يې تر شا ولاړه ده !! د نظام له همدغسې کاواکه او محتاج حالت نه په استفادې سره ؛ کمونيستي ګوندونو په لږ وخت کې پاموړ وده وکړه ؛ نظامي منصبوال يې په کثرت سره جذب کړل ؛ ښوونځيو ته يې لاره و موندله ؛ او د کابل پوهنتون چاپېريال يې ټول تر خپل اغېز لاندې راووست...!! له اطراف او خواوشا ولاياتو چې به نوي محصلين کابل ته ورتلل ؛ کمونيستانو به يې د جذب لپاره بېلابېل تاکتيکونه په کار اچول ؛ آن تر دې چې ښايسته پېغلې به يې ورپسې کړې چې لومړی يې  د عشق په دام کې ښکېل کړي ، او بيا يې د کمونيزم خيالي جنتونو ته ننباسي !! د ښځو پر مټ دعوت چلول په کمونيزم کې کمال ګاڼه شي ؛ ځکه خو ډېری کمونيستان اوس هم

د « هيله » او « مسکا » نجيب تبارز ته بوڅ غوږونه ناست  دي !! مُسکا هغوی ته لنګه غوا ده چې هم ډالر ترې لوشلی شي او هم پرې د بهرنيانو پام را اړولې شي ... !

يو مهال نورماد تره کي د وزيرانو په يوه استشاري مجلس کې ويلي ؤ : « موږ بايد د ځوان نسل د جذب لپاره ښکلې پېغلې وړاندې کړو چې د ناز و کرشمو پر مټ يې د کمونيزم په وندني و تړي .... » هغه دا هم ويلي ؤ چې په دې چوپړ کې اناهيتا راتب زاد او د سليمان لايق کور ودانې پاموړ خدمتونه کړي دي .... دا متن په  ۱۳۵۷ ھ ش کال  «تره کي چه ميګويد » پامبليټ کې خپور شوی ؤ چې د ډیرو افغانانو تر منځ  لاس په لاس شو .

نور بيا