بهرني ځواکونه څنگه د يو دولت په وړاندې په میلیونونو خلک ئې پر ضد راپاڅوي؟
دا خبره بې له شکه سمه ده چې د امریکا او اسرائیلو پټ او ښکاره مداخلې د ایران د مظاهرو تر شا رول لري. خو تر دې هم ژوره او مهمه پوښتنه دا ده:
څنګه کېدای شي چې بهرني ځواکونه دومره اغېزمن شي، چې ستا په ښارونو، کوڅو، کلیوالو سیمو او بازارونو کې په میلیونونو خلک ستا پر ضد راپاڅوي؟ څنګه ممکنه ده چې همدغه ولسي پاڅونونه یوازې په دوو اونیو کې د یو پیاوړي نظام رګونه فلج کړي؟
دا ځای دی چې ګوته باید یوازې بهر ته نه، بلکې دننه ته هم ونیول شي. حکومتونه مکلف دي له ځانه پوښتنه وکړي:
موږ داسې څه وکړل، یا څه ونه کړل، چې خلک دې حد ته ورسېدل؟ ولې ولس دومره ستړی، ځپل شوی او ناهیلی شو چې د دښمن غږ ته لبیک ووایي؟ ولې استبداد، زورواکي او طبقاتي توپیرونه دومره ژور شول چې انسان د خپل کورني ظالم پر ځای، بهرنی ظالم د نجات دروازه وبولي؟
حقیقت دا دی چې د ایران د مظاهرو لپاره لکه د عرب پسرلي لپاره، د باروتو اصلي زېرمه خپله د اسلامي نړۍ د استبدادي نظامونو له خوا برابره شوې وه. بهرنی لاس یوازې اور بل کړ، خو وچ لرګي، ظلم، بېعدالتي، فساد او د ولس سپکاوی له پخوا موجود و.
او دلته تر ټولو دردناکه پوښتنه راولاړېږي:
ولې دا ډول پراخې، نظامنړونکې مظاهرې چې پردي ظالم ته په خپل ظالم ترجيح ورکړي په بریتانیا کې نه کېږي؟
ولې په هالینډ، ډنمارک، سویس، استرالیا، نیوزیلنډ او ناروې کې نه راټوکېږي؟
ځواب ډېر ساده، خو ډېر دروند دی: هلته دولت د ولس دښمن نه دی، قانون د واکمن خدمتګار نه بلکې د ټولنې ساتونکی دی، عدالت نسبي دی خو شته، او انسان د دولت په وړاندې ارزښت لري.
تر هغې چې زموږ په سیمو کې حکومتونه ځان د ولس مالک وبولي، نه د ولس خدمتګار؛
تر هغې چې زور د قانون ځای ونیسي، او وفاداري د حق پر ځای معیار شي؛
او تر هغې چې خلک د عدالت پر ځای د صبر درس ته اړ ایستل کېږي—
نو بهرني دښمنان به تل یوازې یوه پلمه وي، اصلي اور به بیا هم له دننه بلېږي.