پاکستان ته د افغانانو دهجرت لاملونه ؛ - څلورمه برخه

جنوري 12, 2026 - 18:42
 0  27
پاکستان ته د افغانانو دهجرت لاملونه ؛ - څلورمه برخه

الکساندر مايوروف په خپل کتاب « افغانستان کې ريښتيا څه تېرېدل » کې کاږي :

اناهيتا راتب زاد د کارمل معشوقه وه ؛ د اقتدار په مهال يې هم  پاللــه ؛ يوه ورځ يې دفترته ورغلم ؛ کارمل د نشې په حالت کې ؤ ؛ زما په ورتلو تلولی شو ...( پرې و غمېدم ) ؛  ها خوا مې وکتل ؛ يوه پرده ښورېدله... پوه شوم چې اناهيتا يې شاته ناسته ده ...!

اناهيتا راتب زاد پرچم بانډ ته انتساب لاره ، د کمونيزم په غوړېدو کې يې د سرو زرو مِډال ګټلی ؤ ؛

 نورماد تره کي هم ځکه ستايله چې ډېری ځوانان يې د کمونيزم په رنګ رنګولي وو !!

کابل پوهنتون کې ورته ښځې نورې هم وې چې بوالهوس ځوانان يې ماترياليزم دياليکتيک ته هڅول !! دويته د کمونيستانو له خوا منظم پروګرام ورکول کېده ؛ په داسې بڼه چې لومړی ورسره د يارانې تار وغځوي او بيا يې په سوکه سوکه د کمونيزم په دام کې ښکېل کړي !!

له بده مرغه دولتي فساد هم د کمونيزم له تعميم سره مرسته کوله ؛ نظام له يوې خوا پڅ ، له نړيوالې سيالۍ راټيټ او د انکشاف له ستېج نه لوېدلی ؤ ؛ له بلې خوا د ورځني زياتېدونکي فساد او د الحاد غوړېدو له انجام نه غافل ؤ !! منم چې پاموړ امنيت يې راوستی ؤ ؛ جګړې نه وې ؛ او د چا سر ته خطر نه ؤ متوجه ؛ خو د ورځني زياتېدونکي خطر د مهارونې علمي وړتياوې يې نه لرلې !! حاکم فساد تر ډېره بريده د نظام مشروعیت ننګولی ؤ ، عامه انتباه دا وه چې نه نظام په پوست پاک دی؛ او نه هېواد له راتلونکو ګواښونو خوندي !! له اسلام سره معارض برخورد او له فرايضو سره بېباکي ټول هېواد تر شعاع لاندې راوستی ؤ ؛  

 آن تردې چې د رمضان مبارکې مياشتې توهین ته يې لاره کړې وه ؛ ځکه خو به روژه په کانسرتونو نمانځل کېدله !! د رمضان مياشتې له رارسېدو وړاندې به د کابل راډيو له څپو نه اعلانونه خپرېدل چې :

« د رمضان مياشتې له را برېدو سره به استاذ همآهنګ په فلاني هوټل کې کانسرت ورکوي .... » !!

 کانسرت  يوازې د موسيقي ننداره نه وه ؛ بلکې درجن درجن رقاصې پکې ګډېدلې چې په نور فساد سربېره يې د بدبخته افغانانوجېبونه هم ټکوهل !! رمضان يا د قرآن د نزول مياشت تر پايه په همدغسې فساد تېرېدله !! د نظام نورې برخې هم په ورته فسادککړې وې ؛ اسلامي شعاير تر پښو لاندې وو ؛ چارواکو د اړين مديريت صلاحيتونه نه لرل ؛ او له نړيوالو سره د اقتصادي کانالونو پرانيستلو ته غټ غټ قلفونه اچول شوي وو ؛ ځکه خو افغانستان د منتها درجې بې وزلۍ په موړ درېدلی ؤ !!

د چارواکو ستره اشتباه دا هم وه چې په نظامي ، سياسي او اقتصادي سکټورونو کې يې پر هغو شورويانو تکيه لرله چې  افغانستان يې له نورې نړۍ شکېدلی ساته او ابل پرون يې د منځنۍ آسيا شپږ اسلامي هېوادونه لاندې کړي وو!! له موسی شفيق سره د شورويانو د مخالفت آر لامل هم همدا ؤ چې  اقتصاد محوره ، آزاد او له نړۍ سره پر متوازن سياست ولاړ افغانستان يې غوښتنه ؛ روسانوته د هغه دا ډول سياست د استغنا او له شوروي اتحاد سره د تقابل په معنا ؤ !! شورويانو نه غوښتل چې افغانستان له اقتصادي او سياسي پلوه د خپلې ارادې خاوند شي !!

دغو حالاتو او تر شا يې د کا جي بي را غڅېدليو لاسونو ؛ که له يوې د ډېرو خطرناکو پېښو غمازي کوله ؛ له بلې خوا يې دافغانستان په درد دردمن مسلمانان هڅول چې د افغانستان د ارضي تماميت د ساتنې لپاره لازم تدابیر ونيسي ....

  په پوهنتون کې دشورويانو له لاسپوڅو سره لاس اوګریوان مسلمانان پوهېدل چې افغانستان د شوروي چپاو له ګواښ سره مخامخ کېدونکی دی ؛ ځکه خو يې د منظم اسلامي نهاد د ايجاد پرېکړه وکړه ... څو تنه استاذان ؛ علماء او محصلين سره يو ځای شول او په کابل پوهنتون کې يې د اسلامي تحريک د بنسټ ډبره کېښودله .

 نوربیا