د اسلامي نهضت د ايجاد اړتيا - پنځمه برخه

جنوري 12, 2026 - 18:48
 0  32
د اسلامي نهضت د ايجاد اړتيا - پنځمه برخه

کابل کې د اسلامي نهضت ايجاد ؛ نه د بغاوت په معنا ؤ او نه له نظام سره د ټکر ؛ دا يوه اړتيا وه چې د کمونيزم راتاندون او تر شا يې د سره سېلاب را روان خطر را پيدا کړه !! دا اړتيا هر هغه مسلمان احساسوله چې کابل کې يې له خدای او پيغمبر سره په جنګ اخته کمونيستان او تر څنګ يې د شورويانو مرموز لاسونه ليدل !! د خدای له وجود نه انکار ، د خدای پر پيغمبر ملنډې وهل ، او پر اسلام باندې د کمونيستانو ورځني چپاو ؛ ټول مسلمانان په تشويش کې اچولي وو !! دا وړې خبرې نه وې چې يو کمونيست « فلم بې خدا » نندارې ته وړاندې کړي ؛ بل يې پيغمبر صلی الله عليه وسلم د عياشۍ سمبول معرفي کړي ؛  بل يې پر لينين عليه لعنت درود ووايي ؛ او ډېر نور يې د مسلمانو محصلينو د ځورولو لپاره د قرآن عظيم الشان پاڼې تشنابونو ته و غورځوي !! دې ډول پېښو له مسلمانانو د عملي حرکت غوښتنه کوله ؛ قرآن مظلوم ؤ ؛ اسلام د پس مانۍ مکتب معرفي کېدو؛ او پر مسلمان د ارتجاع ټاپې وهل کېدې ؛ مسلمانانو ته ګرانه وه چې ددې حالاتو په وړاندې چُپ پاتې شي ؛ ځکه خو يې  که له يوې خوا د اسلامي نهضت د تهداب ډبره کېښوده ؛ له بلې خوا يې علماء و هڅول چې له نظام نه د هغه چا مجازات و غواړي چې په پرچم جريده کې يې پر لينين درود ويلی ؤ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه يې د

 «  مرد نُه زنه » په نوم کارتون خپور کړی ؤ...

له بده مرغه چارواکو يې نه يوازې غوښتنو ته اعتنا و نه کړه لاچې پر يوه او بله خوا يې خواره واره کړل ، څوک يې په کوتکو د کابل له پولو واړول ، او څوک يې پر بند محکوم کړل !!

ضمناً په نيږدې ماضي کې شورويانو د افغانستان يوه لويه سيمه ( پنجده) لاندې کړې وه ؛ دا هغه مهال ؤ چې انګرېزانو د افغانستان پر سينه د ډېورنډ کرغېړنه کرښه را کش کړه !! او دا هغه نه هېرېدونکې ټوټه وه چې د ډېورنډ لاين د آزادۍ هومره يې بايد د را خپلولو غوښتنه شوې وای ؛ خو افغان چارواکو يې ځکه پاڼه وانړوله چې پر روسانو يې تکيه لرله ، که د خاورې د آزادۍ خبره شي ؛ نو تر ډېورنډ لاين لاندې خاورې او « پنجده » تر منځ څه توپير شته !؟ ولې د ماجراؤو د پارولو لپاره د ډېورنډ غوغاوې را پورته کېږي ؛ خو د پنجده پاڼه هم څوک نه اړوي!؟

نه يوازې پاڼه يې نه اړوي ؛ بلکې د پنجده شهيدان او اتل قوماندان اتلولي يې تاريخ ته هم نه سپاري  !!

يو بام او دوه هواوې خو همدې ته وايي ؛ پر ډېورنډ لاين بېل کړی شوی افغانستان ژاړم ؛ خو د همغه مهال اشغال پنجده په تاريخ کې هم نه يادوم!!

يوازنی څوک چې په زرنګار پارک کې يې د پنجده موضوع را پورته کړه ؛ انجنېر حبيب الرحمن ؤ چې افغان کمونيستان ورته جنون واخیستل او ياد موضوع يې د داوودخان تر واکمنۍ پورې په زړونو کې ورته اچولې وه !!

نور بيا