غيث د ډېرو مسکینیانو په شونډو مسکا را ولي

جنوري 13, 2026 - 16:19
 0  19
غيث د ډېرو مسکینیانو په شونډو مسکا را ولي

اکرام واحدي

 

نه د چا په احساساتو تجارت کوي، نه خپل مخ ښایي، نه د نورو په پیسو کوم غریب یا مسکین په خپلو صفتونو مجبوروي، او نه د نوم لپاره لږ مال او پیسې په بې شمېره خلکو ویشي تر څو د فوټبال میدانونه ډک ډک ښکاره شي..

یو یو اړمن کس ټارګېټ کوي خو په یو دم یې سمه چاره کوي.

هو، دا سمه ده چې غیث سره د اماراتو غوندې ملک څخه سره میاشت، د هغه هېواد شیخان او امیران او بېلا بېل تجاران مرستې کوي او همدا علت دی چې اړمنو سره کافي مرسته کوي.

دا زمونږ خیریه بنسټونه هم له چا کم ندي، ښه مرستې ورته راځي، که دوي دا کمیت لږ کم کړي او په کیفیت تمرکز وکړي، نو هغه چې ډېراړمن دي، د هغوي ژوند به ورسره را جوړ شي. یو تن ته دکان هم جوړ کړئ، د اولاد سره یې هم مرسته وکړئ او که ناروغ لري هغې ته هم سپانسر پیداکړي.

شته داسې خلک چې که واقعي محتاجه کورنۍ ورته معرفي شي، هر اړخیزه مرسته یې کوي خو چې بنسټ لالا یې په دغه پورته شکل ور ورسوي، په یو بوجۍ اوړو او یو بوشکه غوړیو هغه کس ابدي خیرات خور شي بیا ناست وي چې بنسټ والا به بیا راځي...

کمنټ کې یوه ویډیو ده، ویې ګورئ. غیث یوې کورنۍ ته ورځي.کور کې یوه ځوانه نجلۍ سرطان لري، پلار یې هم ناروغ دی، مور یې مړه ده او کور کې یې دوه دیناره موجود وو.

پوهېږئ غیث څه وکړل؟ هم یې د ناروغې نجلۍ تداوي پیل کړه، هم یې دې فامیل ته دکاروبار ترتیب جوړ کړ او جالبه یي دا چې دکور سرپرست، چې مېرمن یې وفات شوې، ورته یې ویل چي تا ته به واده هم کوم. هغه کس ته ګپ ښکاره شو، غیث ورته قسمونه شروع کړل او بیا یې ورته وویل چې ته څه غواړې هغسې به کوم..

غیث، که څه هم د نورو مرستې خلکو ته رسوي خو دا انداز یې دومره خوږ دی، او خبرې یې داسې په زړه ننوځي چې په الفاظو یې بیانول سخت دي. که یې ووینم دا ټنډه به یې ښکلوم، دا ځکه چې د ډېرو مسکینیانو په شونډو مسکا را ولي خو خپله حتی په سخته ګرمۍ کې هم مخ پټی ګرځي...