د ناروغانو جیب وهونکو! پر تاسو افسوس!

جنوري 13, 2026 - 16:30
 0  12
د ناروغانو جیب وهونکو! پر تاسو افسوس!

ډاکټر جواد نورزی

 

ډېر ډاکټران، روغتونونه او لابراتوارونه د حرامو او ناپاکو فیصدیو حق ورکوي او اخلي.

له درملو جوړونکو شرکتونو څخه د سیاحتي ټکټونو په نوم سفرونه کوي.

 

یو دوست کیسه کوله چې هېڅ ډاکټر زموږ سره همکاري نه کوي او ناروغان د معایناتو لپاره نه را لېږي، ځکه چې پیسې غواړي.

بل دوست په ډېرو لوړو لګښتونو روغتون جوړ کړی، خو وایي چې د روغتیا هره برخه او ډېری ډاکټران کمېشن او حق غواړي.

 

دا پیسې چې واخیستل شي، ناپاکې دي، او په راتلونکي کې به پکې د اولاد لپاره هېڅ خیر او برکت نه وي.

 

یو شمېر شخصي روغتونونه او معاینه خانې، چې حتا د شخصي روغتونونو د اتحادیې رسمي غړي دي، هم په همدې ناولتوب کې ښکېل دي.

 

هر څه چې خراب شي، مالګه یې سموي؛

خو افسوس پر هغې ورځې چې خپله مالګه هم فاسده شي.

 

تر کومه وخته به موږ د ځان لپاره حیله او توجیه جوړوو؟

څومره کورونه به په ترکیه، دوبۍ او وطن کې واخلو؟

څومره قیمتي موټرونه به واخلو؟

څومره پیسې به په بانکونو کې جمع کړو؟

 

وروسته به چېرته ځو؟

څومره سره زر او ډالر به له ځان سره یوسو؟

د دې ټولو پیسو او شتمنیو حساب به څوک راکوي؟

 

ګرانو خلکو!

 

موږ هېڅکله دا دعوه نه کوو چې ګنې موږ پاک او بې‌نقصه یو،

خو د انسان پېژندنه سخته ده.

تر څو چې د متخصص او چاپېریال څخه بشپړ مطمئن نه یئ د هغو جراحي عملیاتو اجازه مه ورکوئ چې په دې وروستیو کلونو کې رامنځته شوي او مود شوي دي.

 

د انسان نفس خودخواه، جاه‌طلب او د پیسو مینه‌وال دی.

قناعت نشته، او د خیر لاس شل شوی دی.

 

موږ په تېرو ۱۳ کلونو کې ساده لوحان وو،

که د هر زړه ناروغ یا د هر عملیات لپاره

له ۵۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ (شل زره) پورې پیسې واخلو یا واخیستل شي، نو ولې باید په لږ یا منځني معاش ژوند وکړو؟

 

باید پوه شو چې دا دنیا تلپاتې نه ده،

په قبر کې مو چې کېږدي بیا به حتما.  حشر په ورځ حساب ورکوو.

 

جالبه دا ده چې ددې کسانو څخه ځینې د موضوع په عمق او ټولو ابعادو ډېر ښه پوهېږي دوی حتا لمونځ کوي او حج ته تللي دي، خو نفس، پیسې او هوس پرې غلبه کوي

 

د شخصي روغتونونو د اتحادیې ریاست باید

په ټول هېواد کې جدي او رڼه څارنه پیل کړي

او دا ستونزې له بېخه له منځه یوسي.

 

ژوند لنډ دی،

د رحمت دروازې پرانیستې دي.

پر خلکو باید رحم وکړو،

پر خپل ځان باید رحم وکړو،

د الله لور ته را وګرځو (توبه وباسو) تر څو د الله تعالی د رحمت دروازې پر موږ را خلاصې شي.

 

د ځینو عملیاتو فیسونه په بېلابېلو څانګو کې ډېر ظالمانه دي،

او تر اوسه بدلون پکې نه دی راغلی.

 

زه خپله متخصص یم،

خو د شخصي روغتون د لوړو لګښتونو توان نه لرم،

تر څو راسره شفاخانه همکاري ونکړي.

 

موږ ښه پوهېږو چې د شخصي روغتونونو لګښتونه د عاید په نسبت څو چنده زیات دي،

خو بیا هم ځینې متخصصین او روغتونونه چې میلیونر شوي دي، لا هم یې نفسونه سرکشه، د پیسو مینه‌وال او حریص دي.

 

له نېکو، بااخلاقه، تجربه‌لرونکو او خیرغوښتونکو متخصصینو پرته.

 

اې خدایه!

ما اصلاح کړه،

له ظلم څخه مې لاسونه پرې کړه،

موږ ټولو ته هدایت راکړه.