پر ايران بريد ، په افغانستان ،سيمي او نړي اثرات!
پر ایران د امریکا د احتمالي پوځي اقدام بحث یوازې د یوې ممکنه جګړې اټکل نه دی، بلکې د سیمې د ځواک د توازن، د نړیوال اقتصاد د جوړښت، او د هغو هېوادونو د راتلونکي مسئله ده چې د دې جغرافیایي زلزلو په څنډه کې پراته دي؛ افغانستان يي په سر کې.
.دا روښانه ده چې پر ایران هر ډول امریکایي برید ـ که محدود وي او که د رژیم د نسکورېدو لامل شي ـ په عملي توګه د ثبات پر ځای بېثباتي زېږوي، او هغه هېوادونه تر ټولو ډېر زیانمنوي چې لا له وړاندې کمزوري، منزوي او له اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخ دي.
که سناریو د محدود برید وي، یعنې امریکا او یا د هغې متحدین د ایران پر ځینو پوځي، امنیتي یا هستوي تاسیساتو ضربه ووهي، تجربه ښيي چې دا ډول اقدام نه د ایران نظام ړنګوي او نه یې ستراتیژیک چلند بدلوي. برعکس، دا بریدونه اکثراً د ایران د واکمن جوړښت لپاره د «بهرني دښمن» روایت پیاوړی کوي، داخلي اختلافونه تر سیوري لاندې راولي او د امنیتي سختدریځۍ فضا لا پسې غښتلې کوي. ایران به په مستقیمه جګړه کې ځان محدود وساتي، خو د نیابتي شبکو له لارې به ځواب ورکړي؛ هغه شبکې چې له لبنان او سوریې نیولې تر عراق او یمن پورې غځېدلې دي. همدا ټکی د سیمې د ناامنۍ اصلي محرک دی، ځکه جګړه له یوې جغرافیې څخه وځي او په څو جبهو بدلېږي.
اقتصادي اړخ یې تر پوځي اړخ کم خطرناک نه دی. یوازې د هرمز تنګي په اړه د ناامنۍ اټکل د تېلو نړیوال بازار لړزوي. د انرژۍ بیې لوړېږي، نړیوال انفلاسیون ته نوی فشار ورزیاتېږي او هغه هېوادونه چې پر وارداتي انرژۍ تکیه لري، له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي. دا اغېزه یوازې پر ایران یا خلیجي هېوادونو نه محدودېږي، بلکې د نړیوال اقتصاد پر اعصابو فشار راوړي، حتا هغه اقتصادونه زیانمنوي چې له جګړې زرګونه کیلومتره لرې دي. د امریکا لپاره هم دا وضعیت د کورني اقتصادي فشار معنا لري، ځکه لوړې بیې او بېثبات بازار د سیاسي مشروعیت پر وړاندې ستونزې جوړوي.
افغانستان په دې معادله کې یو خاموش خو ډېر ژور اغېزمنېدونکی لوری دی. ایران د افغانستان لپاره یوازې یو ګاونډی نه دی، بلکې د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ او کډوالو له پلوه حیاتي اهمیت لري. په ایران کې د میلیونونو افغان کډوالو شتون یو داسې حساس ټکی دی چې د هر ډول جګړې په صورت کې ژر چاودنه کوي. که په ایران کې اقتصادي وضعه نوره هم خرابه شي، یا امنیتي فشار زیات شي، نو د افغان کډوالو ستنېدنه به اختیاري نه، بلکې جبري وي. دا ستنېدنه د افغانستان پر داسې اقتصاد ور لوېږي چې لا له وړاندې د بیکارۍ، لوږې او نړیوال انزوا له ستونزو سره مخ دی. د څو لکو یا حتی میلیونو خلکو ناڅاپي راتګ یوازې یو بشري بحران نه، بلکې د امنیتي او ټولنیز ګډوډۍ سرچینه هم ګرځي.
له بلې خوا، د ایران مصروفېدل او کمزوري کېدل د سرحدي کنټرول تشې زیاتوي. دا تشې د مخدره موادو د قاچاق، وسلو د لېږد او د تندلارو ډلو د تحرک لپاره مناسب فرصتونه برابروي. داعش خراسان او ورته ډلې له همدې خلاوو تغذیه کېږي. په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي خپل کنټرول ټینګ وښيي، د سیمې هره نوې بېثباتي د هغوی لپاره یو نوی امنیتي ازمیښت دی، په ځانګړي ډول کله چې ایران، د یوه مهم سیمهییز لوبغاړي په توګه، نور ونه شي کولای خپل نفوذ او کنټرول وساتي.
که وضعیت له محدود برید څخه واوړي او د نظام د سقوط لور ته ولاړ شي، نو خطرونه څو برابره کېږي. د ایران ټولنیز جوړښت، قومي تنوع او ایدیولوژیک وېش داسې دی چې ناڅاپي قدرتي خلا به حتمي توګه داخلي شخړې راوزېږوي. دا شخړې یوازې د ایران دننه نه بندېږي، بلکې ګاونډیو ته څپې وهي. تاریخ ښيي چې د عراق او لیبیا په څېر هېوادونو کې د رژیم نسکورېدل د ثبات پر ځای د اوږدمهاله ګډوډۍ لامل شوي، ځکه دولتي جوړښت مات شوی، خو بدیل نظام نه دی رامنځته شوی. ایران به هم له دې قاعدې مستثنی نه وي.
په دې سناریو کې به کډوالي بېسارې شي، وسلهوالې ډلې به خپلواک عمل وکړي، او سیمه به د نویو نیابتي جګړو پر میدان بدله شي. د انرژۍ نړیوال بازار به له جدي خطر سره مخ شي او حتا د هستوي وسلو د سیالۍ نوی پړاو به رامنځته شي، ځکه نور هېوادونه به د خپل امنیت لپاره د ځانساتنې افراطي لارې ولټوي. دا ټول به د نړیوال نظم هغه نازک توازن لا پسې ګډوډ کړي چې له وړاندې هم تر فشار لاندې دی.
افغانستان به په دې حالت کې د بحران په لومړۍ کرښه کې ودریږي. د ایران سقوط به د افغان اقتصاد لپاره د یو مهم تنفسي لارې بندېدل وي. سوداګریزې اړیکې، د تېلو او برېښنا واردات، او حتا د اوبو شخړې به ټول په بحراني بڼه راڅرګند شي. د کډوالو نوې څپې، د سرحدي ناامنۍ زیاتېدل او د نړیوالو مرستو محدودیت به افغانستان له داسې فشار سره مخ کړي چې مدیریت یې د اوسني سیاسي او اقتصادي جوړښت لپاره خورا سخت دی.
په پایله کې، پر ایران د امریکا هر ډول پوځي اقدام، که د محدود فشار تر نامه لاندې وي او که د نظام د بدلون تر شعار لاندې، په واقعي مانا د ستونزو حل نه، بلکې د ستونزو پراخېدل دي. دا اقدامونه ښايي لنډمهاله پوځي برلاسی وښيي، خو اوږدمهاله پایلې یې د سیمې لپاره ناورینزېږوونکې دي. افغانستان، چې لا هم د تېرو جګړو زخمونه وړي، د دې سناریوګانو تر ټولو خاموش قرباني کېدای شي. همدا دلیل دی چې د جګړې پر ځای د خبرو، د فشار پر ځای د دیپلوماسۍ، او د نظامي حل پر ځای د سیمهییز تفاهم اړتیا تر بل هر وخت زیاته ښکاري. تاریخ بیا بیا ثابته کړې چې بمونه نظامونه ړنګولی شي، خو ثبات نه شي جوړولای.