د ناټو سر منشي له موږ سره د دوحې د مذاکراتو جزیات هیڅ نه شریکیدل

جنوري 18, 2026 - 18:11
 0  22
د ناټو سر منشي له موږ سره د دوحې د مذاکراتو جزیات هیڅ نه شریکیدل

نصیر کوټوال

 

د ناټو سر منشي په خپل تازه لیکلي کتاب کې وایي چې د امریکا د یو متحد په توګه له موږ سره د دوحې د مذاکراتو جزیات هیڅ نه شریکیدل تر دې چې د توافقاتو متن هم له موږ پټ ساتل کیده.

دې وایي موږ نشول کولای په افغانستان کې هغه جنګ په خپل حضور سره جاري وساتو چې اصلي مدعي یې له نوموړې هیواد څخه پښې سپکولې،‌ خو تر امریکا وروسته افغانستان لپاره مو د مرستو خپل پلان لاره چې په نورو هیوادونو کې پکې د افغان امنیتي ځواکونو روزل او د لوجستيکي او مالي پلوه د افغان حکومت حمایت کول شامل وو.

د داسې بې مسئولیته وتلو وروسته د مکرون او انګیلا میرکل په شمول د ناټو ایتلاف ډیری مشران خپه او غوسه وو،‌ آن د برتانیې او جرمني محافظه کارو سیاستوالو هم پر امریکا د خپلې اتکا د ختمولو په حق کې خبرې کولې. ډیرو له افغانستان نه داسې وتل د ناټو تاریخي سپکاوی ګاڼه. ایمانویل مکرون د اروپا د ستراتیژیکي خپلواکۍ ناره پورته کوله.

ین وایي چې پخپله ټرمپ امر کړی و چې له افغانستان بې قید وشرطه ووځئ. دا په دې مانا چې په باګرام کې د ټرمپ د پاتې کیدلو ادعا بکواس دی.

هغه له ولسمشر غني سره د خپلې وروستۍ مکالمې خبره کوي او وایي چې ولسمشر ارام او دناټو څخه منندوی و خو چې کله یې ګوشي لومړي معاون امرالله صالح ته ورکړه نو د خبرو لهجه یې بدله او ویل یې چې موږ مو دوکه کړو، حالات به به کړکیچن او شخړې به زیاتې شي، جهادیانو ناټو ماته کړه.