د دغو يارانو لارې هم دوې شوې ؛ بي بي پر يوه لاړه ، محب پر بله !!
د دغو يارانو لارې هم دوې شوې ؛ بي بي پر يوه لاړه ، محب پر بله !! د دوی د مينې بنسټ به چا ايښی ؤ ؛ کومو لاملونو به له يو بل سره غاړه غړۍ ګرځولي وو ؛ او ، اوس به يې ولي ترمنځ توره پيشو تېره شوي وي ؟ دا به آينده ته پرېږدو ؛ خو دمګړۍ يې چې پر څه شي بحث کېدای شي دا دي چې؛ بي بي خپل مأموريت پای ته ورساؤ ...
آ د شاعر په وينا ؛ « آرمان » يې پوره شو !!
هم يې ډالر ترې ټکوهل ؛ او هم يې پخوانۍ مېرمن پرې طلاقه کړه !!
هم يې له خپل مجا...هد پلار سره د مخالفت پر ستېج و دراؤ ؛
او هم يې د پرديو جاسوسي شبکو د چوپړ لعنت ور په غاړه کړ !!
دوی په خورا حساسه مرحله کې افغانستان ته راغلل ، دلته د ډالرو باران ؤ ؛ محب د ډالرو په کانتيرونو ناست ؤ ؛ او بي بي ترې لاندې کڅوړې ډکولې !! بي بي خزانه داره وه ، تر ماليې وزارت يې زيات امکانات په لاس کې ول ؛ شپاړس زره ډالره يې مياشتنی معاش هم حواله ؤ !! هغه ځکه د بې حسابه امکاناتو پر غونډۍ ناسته وه چې محب يې د افغانستان ثاني پاچا ګرځولی ؤ ؛ دا د هغې برکت ؤ چې د ملي امنيت ريس ، او د ولس مشر لومړی سلاکار شو !! هغه که ولس مشر نه ؤ ؛ صلاحيتونه يې له ولس مشر نه زيات وو ....
د جمهوريت تر سقوط وروسته ؛ هغه په بهر کې هم خپله دبدبه ځکه جاري ساتلې وه چې له « لوی خان » سره تړلې بي بي
يې پر سر ولاړه وه ....
که د نوموړي پر سر نيولی لاس بي بي ته سپارل شوی مأ موريت ؤ ؛ نو دا مأموريت پای ته ورسېدو ؛ بي بي د خپل مأموريت دوسيه تکميله کړه او د ملي امنيت زرګونه اسرار يې له ځان سره يووړل !! .