شخص پرستی او تنظيم پرستی نه خو حقطرفی پکار ده!
نثار احمد حيران
حقيقت دادی چی د نړۍ ددی ځنګل قانون له مخی چی وروسته پاتی وی او بيا د چل او ځان ساتنی سياست هم مخته يونسی نو حتمی د ليوانو ښکار کيږی, او ددی ښکار لپاره هر ليوه له هررنګه نيرنګ څخه استفاده کوی , لکه روسیی چی د کمونستی مفکوری د ترويج له لاری غوښتل خپل نفوذ په سيمه کی زيات کړی, ترشا يی موخی پخپل ځای خو منحيث مسلمان دا هيڅ يو ته د منلو نده چی دده په ژوند دی دده پر خاوره پداسی حال کی چی د وخت دولت يی مخنيوی څه آن د دولت په ملاتړ دی د يوی مزخرفی مفکوری ترويج روان وی. نو ښکاره ده چی په افغان غيرتی خاوره هم د کمونستی پوچی مفکوری د ترويج په وړاندی حساسيتونه شروع شول چی د وخت دولت له لوری د کمونستی پوچی مفکوری په وړاندی مبارز ځوانان تهديد,بنديان او ځينی يی شهيدان او هجرت ته اړ چی پايله يی مسلحانه مبارزی ته مجبور کړل شول چی د هاغه وخت د مبارزو موسسينو له جملی يواځی حکمتيار صيب حيات دی. اوس د هاغه مبارز او مجاهد موسس چی هيواد يی د کمونستی کفری مفکوری له ترويج او د روسانو له حضور څخه خلاص کړ د داسی کس په وړاندی يواځی دری ډلی په مخالفت کی واقع کيدای شی, يو کمونستی نسل,دوهم سيکولر نسل, دريم جاهل,مذبذب او منافق بوسلمان. له کمونست زاده ګانو او سيکولرو خو ګيله نشته خو زه حيران هاغه بوسلمان ته يم چی ته هم د يو مسلمان مجاهد په وړاندی په کمين کی یی نو ستا او د هاغه کمونست زاده ترمنځ فرق په څه شو؟, ته دا فکر نه کوی چی ته ولی هجرت ته اړ شوی؟, ستا د کلی او کورنۍ بيګناه وګړی ولی او د چا له لوری شهيدان شول؟, کور دی د چا لخوا ړنګ شو؟.
چی ستا او ددی ټولو ناورينونو رامنځ ته کونکی کمونست زاده دريځ د حکمتيار صيب په وړاندی يو دی نو بيا خو پدی ښه پوه اوسه چی په عقيده کی دی فرق راغلی.
هيڅ انسان پوره ندی, نقد او مشوره حق دی, خو نه د کمونست او سيکولر له عينکو د يو مجاهد امير توهين.
د هجرت په ديار کی يی لومړی کار نوی نسل ته د تعليمی دستګاه(ښوونځی او پوهنتون) جوړول او د هغوی د سالمی روزنی لپاره مختلفی برنامی مخکی وړل وو, او دده تر قيادت لاندی ګوند يی تر ټولو ډير په تعليمی زيور سمبال ګوند.
د کابل جګړه اوږد بحث دی خو هغوی چی ليک لوست کولای شی بيطرفانه دی معلومات وکړی چی عامل يی څوک وو.
بيا د امريکايی اشغال په وړاندی له مبارزی وروسته جهموريت سره د سولی په راتلو سره يی لومړی کار په ټول هيواد کی ښوونځی او په مراکزو کی پوهنتونونه او روغتونونه چی پيل يی له کابل وو ترسره شو خو په تاسف سره د دولت په دستګاه کی پورته يادو درو ډلو په شعوری او يا غير شعوری توګه ددی اساسی خدماتی فعاليتونو د شروع په وړاندی خنډ واقع شول.
نو د نورو تر څنګ به دا ډيره طفلانه او احمقانه نيوکه وی چی وايی خپل يی وران کړ او اوس په نورو هيوادونو معالجی کوی.
پداسی حال کی چی هيڅ د خدمت کولو موقع ورته نده برابره شوی.
اخر دی دا وی چی موږ ته همپذيری پکار ده موږ ته نور نفرت پراګنی نده پکار هيڅ ځاي يی نه ونيوه او نه يی نیسی.
دی موږ بريا په اتفاق کی ده نه په نفاق کی او اتفاق په متقابل احترام کی دی نه چټلنويسونو کی.
نوټ: ويډيو د هاغه روغتون ده چی حزب اسلامی په خپل مالی لګښت تکميل ته نږدی کړی وو خو د حسادتونو له امله يی کار پری په ټپه درولی.