څو اړينې کرښې!
سميع الله نهضتيار
د مشر روغتيا د ډاډ وړ ده؛ په عادي ډول يې عمومي چک اپ روان دئ، کومه جدي ستونزه نۀ شته.
حريفان، رقيبان، مخالفين، دايمي او مؤقتي دښمنان دې بېځايه خوښي او په زړۀ کې گوړې نه ماتوي؛ روغتيا او ناروغي، د مرگ او ژوند پرېکړې الله تعالی کوي نۀ تاسو؛ بېځايه خواري او تنگ نظري مۀ کوئ.
يو شمېر ابدي دښمنانو ډُول غاړه کې اچولی چې هله سړی ناروغ دئ څۀ په کې نۀ دي پاتې؛ دونه خوشحاله دي چې له زياتې خوښۍ ژر ده چې قلبي سکته وکړي، دوی ته وايو بېځايه ځانونه مۀ ستړي کوئ ستاسو نيکونو هم دا آرمان گور ته وړی دئ او ستاسو هم همغه لاره ده.
يو شمېر دښمنانو (کمونستان، خلقيان او پرچميان+سيکولران) بيا سپک، ورک، پوچ او فحش ليکلي؛ دوی بيا د ځمکې پر مخ تر ټولو بد اخلاقه، بې حيثيته او له هره اړخه پرېوتی مخلوق دئ، د دوی ټول عمر په ښکنځلو او سپکو ويلو تېر شوی، دوی په دې خاطر دا کار کوي چې هسې نۀ د خلکو د دوی گنده کړنو او گنده تاريخ ته ور پام شي، تل هڅه کوي نور ملامت او ځان سلامت وښيي.
يوه ډله مې بيا د ملک او ولس خيرغوښتونکي وموندل؛ نور سياسيون چې ريزش مرض يې ونيسي او يا يې په سر درد شي نو فوراً هند، ايران، ترکيې او اروپا ته ځان رسوي په هغو هېچا يوه ورځ هم تبصره و نۀ کړه، خو زموږ مشر د زړۀ عمليات په کابل پلازمينه کې وکړ.
اما نن چې زموږ مشر د زړۀ تر عمليات وروسته ماليزيا هېواد ته د عمومي چک اپ له پاره تللی ټولو سره د ملک غم پيدا شوی؛ ټولو نصيحت شروع کړی، ټولو سره دا فکر پيدا شوی چې ای کاش دې مشرانو خپل ملک جوړ کړی وای، خپل روغتون او پوهنتون مو لرلی، هر ناروغ مو، مشر او کشر مو د هېواد دننه درملنه يې کېدلی او رغېدلی.
دې عالي جنابانو ته وايم چې تر پرونه چېرې واست؟ دا نصيحتونه مو مخکې ولې نۀ کول؟ دا ملي احساس او ويښ ضمير مو تر پرونه چېرې وو؟ نن له کومه جميع الکمالات، اهل نظر، د وطن غمخواران او د وطن په درد دردمن شوې ياست؟ او که داسې وو چې تر پرونه مو احساس او ضمير يا بيخي نۀ وو او يا خو دواړه مړۀ وو؛ که په هر حالت کې وو نو عالي جنابانو تاسو ته وجدان د عذاب او درته مرگ دئ، الله دې درته هدايت وکړي له موږ سره.
تاسو آدرس غلط کړی که تاسو سره رښتيا هم د ملک غم درسره وي نو مهرباني وکړئ هغو غلو او چپاولگرانو ته نصيحت وکړئ چې د ميليونونو ډالرو پانګې يې اماراتو، ترکيې او اروپا ته انتقال کړي دي، هغو ته نصيحت وکړئ چې پخپل ملک کې پانگونه وکړي، خپل ملک سره خيانت ونۀ کړي، خپله خاوره کې چور او غلاوې ونۀ کړي.