وخت لا شته؛ خو آیا حکمتیار صاحب به بیا کابل ته راشی!
سلطان حمید اخندزاده
په سياست کې تر ټولو خطرناک حالت هغه وخت رامنځته کېږي چې واکمن نظام خپل سياسي مخالف نه يوازې له صحنې لرې کړي، بلکې د هغه له سياسي هويت، تاريخي مبارزې او رسمي حقوقو سره هم دښمني پيل کړي. دا نو نور اختلاف نه وي؛ بلکې دا کار د يو چا د تاريخي شخصيت پر وړاندې تر ټولو سپکه او رذيلانه جګړه او ذاتي دښمني ګڼل کېږي، بل هېڅ راز تعبير او تفسير نه لري.
مشر حکمتیار صاحب هغه سياسي شخصيت دی چې له طالبانو سره يې د تقابل پر ځای د هغوی بېقيد او بېشرطه ملاتړ وکړ، بې له دې چې په بدل کې يې سياسي امتياز وغواړي. خو د همدې ملاتړ په مقابل کې طالباني امارت نوموړي ته هغه څه ورکړل، چې حتی بېلګه يې سړی د سياسي دښمنانو او دښمنيو په قاموس کې هم ډېر لږه موندای شي.
پر إیمان مسجد د ځانمرګي بريد له غميزې وروسته، پر ځای د دې چې حاکم لوری د يادې پېښې له عاملينو سره حساب او کتاب وکړي، برعکس؛ د قرباني لوري مسجد، محراب او منبر يې بند کړ، د بريا ټلويزيون نشرات يې بند کړل، إيمان روغتون يې قلف کړ، د مشر حکمتیار صاحب پر سياسي، ديني او إجتماعي ناستو او ملاقاتونو يې بنديز ولګولو، اسلامي پوهنتون چې عمر يې د طالبانو د تحريک تر عمر زيات وو، او په زرګونو مؤمن شخصيتونه يې ټولنې ته وړاندې کړي وو، دوی بند کړ. دوی همغه وو، او دي چې؛ د امريکايي يرغل پر وړاندې د مقاومت پر ځای يې د تېښتې لاره غوره کړه او په پنځو اونيو کې د کابل او کندهار په شمول له ټول هېواد وتښتېدل، او کندهار يې رسماً امريکايي ځواکونو ته تسليم کړ، خو د حزب مجاهدينو بيا د جهاد لاره ونيوله، او تر څلورو کلونو پورې پر يوازې ځان د حزب مجاهدين د امريکايي يرغل پر وړاندې وجنګېدل، او په ياده موده کې حتی چا د طالب سپوڼ قدرې هم وا نه ورېدلو، او لا چې هغه ټولې سختې ورځې يې اوس هېرې دي، چې دوی به په کې مشر حکمتيار صاحب ته په وار وار ټيليفونونه کول او ورته ويل به يې: چې راشئ او د امريکا خلاف جهاد پيل کړئ...
خو تر دې ټولو؛ ډېره دردوونکې او شرموونکې پرېکړه دا وه چې طالباني امارت هغه کور هم ترې واخيست چې د حزب اسلامي او د هغه وخت د حکومت تر منځ د سولې د رسمي تړون له مخې، د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني په لاسليک، او د وخت د منتخبې ملي شورا پر تأييد؛ مشر ته د يو سياسي امتياز او قانوني حق په توګه ورکړل شوی وو. طالبانو د هغه تړون ټول رسمي او تاريخي حقوق تر پښو لاندې کړل او هماغه کور يې د خپلو هغو پوځي افسرانو تر منځ وويشه، چې پخوا يې د جمعيت اسلامي غړيتوب درلود. داسې يو چلند او تعامل چې معنی يې يوازې او له دې پرته بل څه نه شي کېدای، چې دوی اصلاً پر سوله باور نه لري، د سياسي ژمنو او تعهداتو حرمت نه پېژني، او د يو ملي رهبر او شخصيت پر سياسي حرمت او درنښت نه دي قائل.
دا وړ يو چلند له دې پرته بله معنی نه لري، چې په طالباني امارت کې واک د قانون تابع نه، بلکې قانون د واک تابع ګرځول شوی، هغه چې بېلګه يې نه په اسلام کې موندل کېږي او نه هم د بشري قوانينو په متونو او حاشيو کې. سره له دې چې حکمتیار صاحب د جمهوريت له سقوط وروسته په هېواد کې د لوړو هيلو، ملي مصالحو او خوشبينانه سياسي باورونو سره پاتې شو، خو متأسفانه حاکم لوري داسې ناوړه شرائط ورباندې تحميل کړل؛ چې که غوښتلي يې وای، د سياسي شخړو، اعتراضونو او حتی تقابل لپاره لسګونه پلمې او توجيهات ورته پيدا کېدای شول. خو هغه د لوړو ملي مصلحتونو، د وينې نه تويېدو او د يو بل بحران د مخنيوي لپاره هر څه وزغمل، او دا هغه لوړ سياسي اخلاق دي چې هسې تش په نوم او کمزوري نظامونه يې په تمامه معنیٰ له درک عاجز دي.
له بلې خوا، هر ځل چې نوموړی د درملنې يا رسمي سفر لپاره له هېواده بهر تللی، يو شمېر رسنيزې کړۍ او اشخاص چې رېښه او لکۍ يې په بهرنيو استخباراتو پورې غوټه دي، دروغجن تبليغات خپروي چې ګوندې حکمتيار صاحب وطن پرېښود، پنجاب ته لاړ او يا له صحنې وتښتېد، خو په حقيقت دا مستعار تبليغاتچيان او مزدورۍ رسنۍ په خپله د پنجابي اسټبليشمنټ دلالان دي او د پنجاب د خوشخدمتۍ او د پاکستاني چارواکو د چاپلوسۍ لپاره يې آن خپل نږدې ملګري هم د زندان د تورو تمبو شاته غورځولي، خو د پنجاب د مزدورۍ ټاپې بيا پر نورو وهي. حکمتیار صاحب چې هر چېرته تللی او يا ځي، په خپله اراده او په خپل سياسي اختيار تللی. نه يې خپله سياسي تګلاره له چا په پور او په تقليد اخيستې او نه يې د نورو منفي او دروغجن تبليغات پر سياسي تګلاره کوم اغېز لرلی شي. د حکمتيار صاحب سياسي استقلال هغې ثابتې سرمايې ته ورته دی، چې نه يې سياسي بنديزونه او استبداد ارزښت کمولی شي او نه يې هم منفي تبليغات.
همدا شخصيت «حکمتيار صاحب» چې په خپل وطن کې د حاکم لوري تر سياسي فشار او تعقيب لاندې وو، مريض شو، تداوي خو يې لا پرېږده، حتی حاکم لوري يې لا د ناروغۍ پوښتنه هم ونه کړه، او برعکس؛ بهر ته يې د تداوۍ لپاره د سفر محدوديت هم پرې وضع کړ، خو بالاخره له خورا سختو او اوه مياشتينيو سياسي کشمکشونو وروسته يې د علاج لپاره مالېزيا ته د تګ اجازه ورکړه، چې له نېکه مرغه هلته په ماليزيا کې بيا نوموړي ته د درناوي د تر ټولو لوړې کچې پروټوکول ورکړل شو، او په هغه روغتون کې؛ چې پادشاهان او د نړۍ د لوړې کچې سياسي رهبران په کې تداوي کېږي، تر درملنې لاندې دی، او هممهاله د مالېزيا پخوانی صدراعظم مهاتير محمد او مشر حکمتیار صاحب دواړه د ياد روغتون په يو منزل کې دي، او د مالېزيا اوسنی صدراعظم ښاغلی انور ابراهيم يې هم د رسمي احترام په دود پوښتنې ته ورځي. همدا توپير د دوو نظامونو تر منځ د تمدني او اخلاقي فاصلې ژوندی ثبوت دی.
يو نظام يې د سياسي او نظرياتي اختلاف تر څنګ ذات او شخصيت ته درناوی کوي؛ خو بل نظام!! يې د ګڼشمېر سياسي او مذهبي مشترکاتو باوجود سياسي شخصيت او وزن د خپل ناوړه اقتدار په نشه کې تر پښو لاندې کوي.
په نړۍ کې سياسي اختلاف شته، خو د رسمي تړونونو حرمت ماتول، د سياسي شخصيتونو سپکاوی، د عبادت ځايونو بندول، او د روغتيايي خدمتونو سياسي کول د استبداد هغه تور مخ دی چې نه يې اسلام مني او نه يې هم بشري کرامت او انساني وجدان.
واکمنان بايد پوه شي! چې د يو چا شخصي شتمنۍ او کورونه په زور اخيستل کېدای شي، خو تاريخي مقام او منزلت يې هېڅکله په زور نه شي اخيستلی. ويناييز منبرونه يې بندولای شي، خو د ملت په حافظه کې يې حک شوي تاريخي اتلولۍ، روايات او غږونه نه شي محوه کولای.
رسنۍ يې بندولای شي، خو تاريخي حقائق او واقعات يې نه شي مسخه کولای. تر ټولو وروستۍ او تاريخي خبره دا چې؛ تاريخ تل د مظلومانو مرستندوی واقع شوی، خو برعکس؛ د ظالمانو او مستبدينو نومونه يې بيا د خپلو بدنامو او سپکو صفحو د سر په کرښو کې درج کړي.
لندن 19/01/2026