د خلقيانو او پرچميانو ځامن ډېر پرېښانه دي
جمال الدين حکمتيار
د دوى د کمونستو پلرونو آرمانونه نيست و نابود شول.
مشران يې يو په بل پسې ووژل شول.
پلرونو يې شوروي ته افغانستان وسپارى مګر شوروي بيا په نيمه لاره پرېښودل.
خانه جنګي کي دوى فعال وو.
د ناټو اسغالګرو ځواکونو له راتلو سره دوى د اشغالګرو خدمتګاران شول. امنيت ملي کي يې زاړه کمونستان ځاى پر ځاى کړل او زندانيانو سره به يې له وحشت او ځناورتوب ډک برخورد کولو.
دوى بې مشره ول. نجيب نه يې خيالي او فيس بکي اتل جوړ کړى وو. مګر دوزخي نجيب چيرې را ژوندى کيدى شوى.
امريکا ورته جعلي بابا او جعلي مفکر په ګوته کړ. اشرف غني نو دوى ته نوى امان الله خان او نجيب جوړ شو. اشرف غني نور د خلقيانو يتيمانو بابا وو.
دوى پر خپل بابا ډېرې هيلې تړلې وې. مګر فريبکاره، جعلي او مداري بابا هم په نيمه کي دوى پرېښودل او تېښته يې وکړه، له ډالرو سره. مداري بابا کال کي يو يا دوه ځل خپلو ناأميده لمسيانو ته يو يو پيغام خپور کړي، او يتيمان بيا په فيس بک کي غوغا او چغې شروع کړي.
تاسو د خلقيانو او پرچميانو ځامنو د زړه عقده، اور او ناأميدۍ له همدې در قياس کړئ، چي د مشر تصوير له خپرېدو سره پر دوى اور بل شي، لکه د کوڅه ډبو په څېر به شکنځل، بد رد او چټيات وايي.
همدغو يتيمانو ته وايو، د مشر طبيعي مرګ پوري خپلې هيلې مه تړئ. پدې وطن کي داسي په لسګونو زره روزل شوي زمريان شته چي د کمونيزم، امپرياليزم، سکولريزم، او وطن فروشانو پر وړاندي سنګر پالونکي او وطن پالونکي اوسي او دغه لاري ته دوام ورکړي.