د حزب اسلامی افغانستان بد مه غواړئ

جنوري 28, 2026 - 18:58
 0  35
د حزب اسلامی افغانستان بد مه غواړئ

که ح ا ا نه وای، نن به په افغانستان کې افغانانو خپل هویت، اسلامي ارزښتونه او ملي بنسټونه له لاسه ورکړي وای.

 

په افغانستان کې دا ډلې په عمومي ډول په دوو برخو وېشل شوې وې. یوه ډله کمونیستان «خلقیان»، نیشنلیستان او افغان ملیتیان وو، او بله ډله کمونیستان «پرچمیان»، شعله‌یان او ستمیان، چې «شورا نظار» یې څرګند مثال و. د دغو ډلو تر منځ د خپلمنځي سیاسي او فکري رقابتونو، قدرت‌ طلبۍ او قومي سمتي اختلافاتو له امله ستر خیانتونه ترسره شول، چې په پایله کې یې ډېر افغانان زیانمن او قرباني شول.

په تېرو لسیزو کې کمونیستانو (خلقیانو)، نیشنلیستانو او افغان ملیتیانو په ګډه د هېواد او افغانانو پر وړاندې د قسم خوړلو، متعصبو او پردي‌پالو ډلو، لکه ستمیانو، «شورا نظار»، شعله‌یانو او پرچمیانو ته د مبارزې او سیالۍ ډګر ورته په خپله پرېښود او له سیاسي صحنې وتښتېدل. دوی نه د سیاسي سیالۍ ځواک درلود او نه د مقاومت اراده؛ له همدې امله د افغانانو د حقونو، هویت او ارزښتونو د دفاع جوګه نه شول. برعکس، خپل سیاسي او فکري رقابتونه او د مبارزې میدان یې په لوی لاس دغو ډلو ته پرېښود، چې د دوی دغه بې‌ ایمانه کار ستمیانو، «شورا نظار»، شعله‌یان او پرچمیان لا ډاډه او زړور کړل او هغوی یې وهڅول چې په ښکاره د افغانانو پر ضد خپل فعالیتونه او مبارزه پیل کړي.

 

د وروستیو درېیو لسیزو سیاسي او نظامي تحولاتو وښودله چې همدغه ډلې بالاخره د ستمیانو، «شورا نظار»، شعله‌یانو او پرچمیانو تر واکمنۍ لاندې د غلامۍ ژوند ته اړې شوې. حتی «کرزي‌خیلو» او «اشرف‌خیلو» هم دومره جرأت او توان نه درلود چې د افغانانو استازیتوب وکړي او د هغوی له حقه حقوقو دفاع وکړي. دا ټول خوځښتونه کمزوري، بې‌وسه او بې‌ اغېزې ثابت شول.

 

نن چې دا ډلې له هېواده بهر ژوند کوي، وخت ناوخت یوازې د ځان د غولولو لپاره نمایشي او بې‌ مانا شعارونه ورکوي؛ نه د تېرې ناکامۍ جبران کولی شي او نه د راتلونکي لپاره کوم بدیل وړاندې کوي.

 

حقیقت دا دی چې ح ا ا دغو ټولو ډلو او ټپلو ته تاریخي ماتې ورکړه او د تاریخ په اوژدو کې هغوی ته یې دا فرصت ورنه کړ چې افغانستان تجزیه کړي او د افغانانو قومونه په څو ټوټو ووېشي. ح ا ا د پوره قوت او جرأت په وسیله د دوی شوم اهداف او خطرناکې توطئې شنډې کړې.

 

کله چې دغو پرديپالو ډلو درک کړه چې له بشپړې ماتې سره مخ دي، نو په ۲۰۰۱م کال کې همدغه ستمیان، «شورا نظار» او پرچمیان د امریکا او ناټو پر ټانکونو او الوتکو سپاره یو ځل بیا کابل ته راوستل شول. له بده مرغه، سمدستي یې د پښتنو په ولایتونو بمبارۍ، وژنې او تاوتریخوالی پیل کړ. د شلو کلونو په ترڅ کې له یو میلیونه زیات افغانان شهیدان شول، زرګونه کورنۍ مهاجرت ته اړې شوې، او په نظامي او شخصي زندانونو کې ډېری بندیان پښتانه وو. په زرګونو پښتانه د دوی په زندانونو کې تر شهادته ورسېدل.

 

په دې ټولو ظلمونو کې کمونیستان، نیشنلیستان او افغان ملیتیان چوپ پاتې شول، او په ځانګړي ډول «کرزي‌خیلو» او «اشرف‌خیلو» د وېرې له امله د اعتراض غږ پورته نه کړ.

 

همدا ح ا ا او ا ا ا وو چې د خپل هېواد او ملت دفاع یې د سر په بیه وکړه، او دغو مغرضو او متعصبو ډلو ته یې د خپلو بادارانو سره تاریخي ماتې ورکړه. نن لږ تر لږه افغانان د پراخو جګړو پرته په نسبي امن کې ژوند کوي.

 

دا چې طالبان په کوم مسیر روان دي، دا جلا بحث دی؛ خو هیله او دعا مو دا ده چې طالبان خپلو تېروتنو ته متوجه شي او د ټولو افغانانو په خوښه یو ریښتینی اسلامي، عادلانه او ټول‌شموله نظام رامنځته کړي. په اوسني ډول نه حکومت ټینګ پاتې کېدای شي او نه دوامداره پرمختګ ممکن دی؛ دا وضعیت موقتي دی او په لوی لاس د حریف د بېرته راتګ زمینه برابرول دي.