خاین سوداگر او اړمن ولس

فبروري 19, 2026 - 14:31
 0  18
خاین سوداگر او اړمن ولس

عبدالوافي نایب‌زی

 

د درملو او خوړو د ملي ادارې د مشر خبرې مې پر یوټېوب ټولې واورېدې؛ پخوانی يقين مې لا پوخ شو چې امین سوداگر او کاروباري په وطن کې په سلو کې یو ښایي پیدا شي. کله-کله چې ملگرو سره مجلس کوم او دوی کلک شله شي چې له دندې یو کاروبار ښه دی، زه بيا ورته په کرار وایم، تاسې سم وایاست خو دومره مه شله کېږئ، ما ډېر کم په کاروبار کې صادق وموندل. کاروبار که څه هم د رزق یوه پاکه او غوره لار بلل شوې، خو پر دې شرط چې امانت، وجدان او د خدای وېره ورسره مل وي؛ کنه نو همدغه کاروبار د ولس د وینې زبېښلو وسیله گرځي، موږ یې وطن کې عملاً گورو.

کلونه وړاندې مې د یو هوايي شرکت پر اړه د قاضي ملگري سره بحث وو، جالبه یې راته وکړه، وایي یو هوايي شرکت لویه لار نا امنه کوله چې خلک هوايي سفرونو ته اړ کړي.

کندهار کې چې یو مهال شخصي مېنه جوړه شوه، نو ورسره سم ښار کې نا امنۍ زور واخېست، شتمن ټول شخصي مېنې/ښارگوټي ته وکوچېدل. عام ولس هماغسې د وېرې، بې‌وسۍ او مجبورۍ تر سیوري لاندې پاتې شو. ماته جوته ده چې زموږ د سوداگرو له‌پاره خلکو لپاره د ولس ستونزې هم د تجارت یوه برخه وي؛ هره ستونزه د دوی لپاره یو نوی بازار وي، او هره ویره د دوی لپاره یو نوی فرصت.

تاریخ موږ ته داسې سوداگر راپېژني چې نومونه یې د صداقت په زرینو کرښو لیکل شوي. "صادق او امین تاجر به د قیامت په ورځ له پېغمبرانو، صدیقینو او شهیدانو سره وي." دا خبره موږ ته دا ښيي چې تجارت پخپله سپېڅلی کار دی، خو شرط یې صداقت او رښتینولي ده.

حضرت علي (ک) وایي: "هغه شتمني چې له ظلم او فریب څخه ترلاسه شي، فقر ته نږدې ده." یعنې که څه هم په ظاهر کې ډېره ښکاري، خو برکت نه لري او پای یې بد وي. موږ کې مشهوره ده چې: "باور جوړول کلونه غواړي، خو ماتول یې یوه لحظه هم نه‌نیسي." زموږ ډېری سوداگر بدبختانه همدا یوه لحظه نه‌شي کنټرولولای، او د لنډ مهاله گټې لپاره خپل ټول اعتبار له لاسه ورکوي.

کاروبار یوازې د پیسو گټل نه دي؛ کاروبار د باور جوړول دي. اصلي سرمایه پیسې نه، بلکې اعتبار دی. پیسې که له لاسه ولاړې شي، بېرته راځي؛ خو باور که ولاړ شي، بیا ډېر سخت راگرځي. هغه سوداگر چې نن د بې‌کیفیته درملو، تاریخ تېر خوړو، او درواغجنو اعلانونو له لارې پیسې گټي، ښایي نن ځان بریالی وبولي، خو سبا به د همدې ولس په زړونو کې د نفرت په نوم یادېږي.

موږ که رښتیا یو سالم اقتصاد غواړو، نو اړتیا ده چې صداقت د تجارت بنسټ وگرځي. سوداگر باید پوه شي چې تجارت یوازې د نن لپاره نه دی، بلکې د نسلونو لپاره یو نوم پرېښودل دي. ښه نوم تر هرې شتمنۍ لویه سرمایه ده. ځکه په پای کې انسان په خپلو شتمنیو نه، بلکې په خپل ښه نوم پېژندل کېږي.