آيا سټينګر د روسانو د ماتې سبب شول؟
د 1368 کال د سلواغې په اته ويشتمه نېټه چې سرې لښکرې له آمو پوريوتلې ؛ سلمان رشدي د قرآن عظيم الشان خلاف کتاب خپور کړ !! شيطاني رسنيو او استعماري کړيو دې موضوع ته هومره هوا ورکړه چې د سرو لښکرو د ماتې په څېر عظيم رویداد يې هم تر شعاع لاندې راووست !! ښکېلاک او په هغوی پورې اړوند کړيو ځکه دا موضوع په پراخه کچه تبليغ کړه چې د افغان مجاهدينو ستره او بې سارې سوبه د نړيوالو له انظاره پټه وساتي !! دې ډول زهرجنو تبليغاتو ته اوس هم په همغې شيطاني بڼه هوا ورکوله کېږي او په همغو ورځو کې پرې شخوند وهل کېږي چې د سرو لښکرو له شکست سره مترادفې دي !!
د تېرې سلواغې په 28مه نېټه ( چې د سرو لښکرو له انسحاب سره برابره ده )، بي بي سي راډيو د سټینګر توغنديو موضوع را پورته کړه او تر ننه لا هم پرې شخوند وهي ؛ کله د انجنېر غفار انځور ورسره خپور کړي، او کله يې هغه مرکه راواړوي چې د سټينګرو د استعمال په څرنګوالي يې ګړولی دی !!
د بي بي سي موخه دا ده چې له يوې خوا افغان م ج ا هدين له
( ا م ر يکا ) سره منسلک معرفي کړي، او له بلې خوا يې د فتوحاتو آر لامل سټينګر توغندي وګڼي !! دا جنابان په داسې حال کې دا ډول کاذب تبليغات کوي چې پر امريکا باندې د ويتناميانو د غلبې داستان يې په سترګو ليدلی دی ؛ دوی دې و وايي چې هلته خو امريکايي ځواکونو په سټينګرو سر بېره زرګونه ميله موډرنې وسلې وکارولې او د استعمال لپاره يې تر يو لک زيات فني پوځونه ځای په ځای کړي وو ؛ خو نه يې پوځونو ويتناميانو ته ماتې ور کړه او نه يې موډرنې وسلې مؤثرې ثابتې شوې ؛ امريکايان نه يوازې پر ويتناميانو غالب نه شول ؛ بلکې 54000 پوځيان او جنرالان يې هم پکې مړه شول، که سټينګر او موډرنې وسلې د چا د ماتې سبب ګرځېدای ؛ نو امريکايان به هرو مرو پر ويتناميانو غالب شوي وو .
همداراز روسانو په افغانستان کې د سکاډ توغندیو په شمول ټولې هغه درنې وسلې استعمال کړې چې همدا اوس يې په اکراينيانو استعمالوي ؛ له پرمخ تلليو الوتکو را نيولې بيا تر لونا، اراګان، سکاډ او موډرنو ټانکونو پورې يې ټول په افغانانو استعمال کړل ؛ یولک دېرش زره روسي پوځيان او تر درې لکه زيات افغان کمونيستان يې هم په خدمت کې وو ؛ خو م ج ا هدينو ته يې ماتې ورنکړه، تر پنځوس زره زيات روسان يې مړه او ژوبل شول او په پای کې ځوړند غوږونه له آمو واوښتل !! جنرال ګروموف چې پر حيرتان تېرېده ؛ و يې ويل :
« زړه مې غواړي ؛ پر هغه چا لعنت و وايم چې افغانستان ته يې د روسي پوځونو د لېږلو پرېکړه کړې ... »
ا م ي ک ا يي پوځونو هم دلته ټولې وسلې په کار واچولې ؛
د « مور بم » په څېر خطرناک بمونه يې استعمال کړل ؛ او تر څلور لکو زيات افغان سرتېري او د کمونيستي رژيم ټول کمونيست جنرالان هم ور سره ولاړ وو ؛ خو نه يې وسلو بريا تضمين کړه او نه يې « ن ا ټو » او مجربو کمونيستو جنرالانو .
حقيقت دا دی چې جګړې په انګېزه او د سرښندنې په څپاند احساس ګټلې کېږي ؛ هغه څوک پکې بريالی را خېـژي چې ژوند په قربانۍ کې لټوي او د مقابل لوري په نسبت اخلاقي او معنوي برتري ولري . افغانان په دې ټولو سمبال وو ؛ هم يې د قربانۍ جذبه لرله، او هم يې په مقابل لوري اخلاقي برتري .
ضمناً بايد وويل شي چې د روسانو په جګړه کې نه د کوم امريکايي پزه وينې شوې او نه يې د نن او پرون مبلغينو ؛ دا افغانان وو چې تر پنځه ميليونه زيات شهيدان او ټپیان يې و منل ؛ خو دښمن ته يې سرونه ټيټ نه کړل . د دوی د برلاسي رمز په دې کې وو چې د وطن په استقلال يې سرونه کېښودل او په مرګ کې يې د ژوند لارې پرانيستلې .