مزمل صيب ته پرانيستی ليک

فبروري 26, 2026 - 10:41
 0  28
مزمل صيب ته پرانيستی ليک

قدرمن استاد السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.

تر هر څه ړومبی ددغو بوږنوونکو پېښو تل ته ننوځه ؛ د زړه په سترګو يې وکسه ؛ بيا به د مجا...هد ملت په استازولۍ ستا پر وروستيو څرګندتيا وو د خپلو اوښکو انځور هم در وړاندې کړم .

که د ملت د برحق انقلاب له زيانېدو نه د ژغورنې امانت را تر غاړې نه وای ؛ ما به کله هم پر تا تبصره نه وه کړې ؛ زه پوهېږم چې پر تا تبصره هم موږ ته زيان اړوي ؛ د دښمنانو د خوښۍ سبب ګرځي ؛ دښمنان خو همدغسې حالت غواړي چې موږ په خپل منځ کې له يو بل سره ټکر شو ؛ دا ډول احتياط تر موږ ړومبی پر تا لازم ؤ ؛ خو متأسفانه تا د احتياط ټولې پولې کراس کړې ؛ لاچې د انقلاب تقدس دې تر سوال لاندې راووست ؛ ستا اظهاراتو شايد د لکونو شهيدانو ارواوې هم ځورولې وې ؛ ځکه خو زه د هغوی په استازولي هم تاسو ته د خپل دردېدلي ملت د وينو اوښکو انځور وړاندې کوم ؛ خو تر دې وړاندې لاندې پېښو ته ستا پام را اړوم !

د هرات هوايي ډګر د ځغاستې کرښې ته نږدې په سپرلۍ ګاډي کې دننه په اوږده څوکۍ يوازې غځېدلی وم... ور پرانيستل شو... ما څراغ ولګاوه ، جنرال ( پتروخالکه) مې وليده، خورا احساساتي معلومېده ؛ راته ويې ويل:

- وبخښئ،... خورا مهمه خبره ده.

- ووایاست

- نجیب او خاد په هرات کې لېونتوب پیل کړی دی اعدامول روان دي، ورته ومې ویل اسیران وژني؟

- هو صیب بې پوښتنې او بې محاکمې یې وژني!

- زه خبر وم چې نجیب ډېر سخت زړی سړی دی خو له دې سره سره مې تصور هم نشو کولای چې زموږ د تبلیغاتي پاڼو له خپرېدو وروسته دې چې پکې ویل شوي وو: که غلیم تسلیم شي بښل کېږي، بیا هم د هغوی د اعدام امر وشي دا نو سوچه ځناور توب وو.

ما غوښتل د اعدامونو مخه ونیسم خو نجيب راته وويل چې دا پخپله د ببرک امر دی ...!

 پتروخالکه ته مې امر وکړ :

هرات ته ځان ورسوئ او د نجيب مخه ونیسئ...

زما له خولې بې اختیاره راووتل:

- دا ټول د سپي زامن دي په تېره بيا دا نجيب،

سهار اېلمار برونینیکس خبر راکړ چې په هرات کې اعدامونه لا اوس هم روان دي.

...ما له خلیل نه وپوښتل:

-نجیب په هرات کې څومره وګړي وويشتل ؟

-اوه لويه خدايه...

۳۰۰ افغانان یې وويشتل!

خليل خپله خبره پسې اوږده کړه:

له دغه بوین ګيدړ نجيب نه به د هرات غچ اخيستل کېږي.

ما رفيع ته وکتل ، هغه په تروه بڼه وويل:

-له موږ هم ؛ خو په پسرلي کې.

د جنرال الکساندر مايوروف له کتاب نه.

دوهمه ماجرا :

د فبروري په دویمه نیمایي کې د کشف کنډک يوولس کسيزه ډله د لومړي بريدمن (ک) تر قوماندانۍ لاندې پر ګزمه بوخته وه، غوښتل يې د پسونو يوه ډالۍ له ځان سره راوړي....، د يوه خټين کور له دېواله ور واوښته، درې ځوانې ښځې، دوه سپین ږیري سړي، او شپږ کوچنیان په نظر ورغلل، يوه واړه ضابط وویل: پېغلوټې بدې ندي، د هغه خبرې په نورو کې هم اور بل کړ، ضابط عسکرو ته وويل:

ژر کوئ پیلوئ یې! د سپين ږيرو او ماشومانو په مخ کې د پېغلو پر عزت تېری پیل شو، دا تېری دوه ساعته روان وو، وروسته واړه ضابط د اور امر ورکړ، لومړی يې هغه ښځه وویشته چې همدا لږه شېبه وړاندې یې پر عزت تېری شوی وو، وروسته ېې نور ټول وویشل، بیا یې پر مړيو تېل وشیندل او ټول یې وسوځول .

ضابط په دې هر څه اعتراف وکړ، او معلومه وه چې دا جنايت روسانو ترسره کړی خو نجيب او کشتمند  نه يوازې په دې جنايت سترګې پټولې ، لا چې روسانو ته يې برائت ورکاؤ!

د ستر جنرال الکساندر مايوروف له کتاب نه .

درېيمه پېښه :

ورته ويې ويل :

ور خلاص کړه ...

مستنطق جګ شو او د مخامخ خونې ور يې پرانيست ...

مېرمن مې  پکې لوڅه لپړه ناسته وه ؛

را تانده شوه ...

پر سينه يې خورې ورې زلفې ورکش کړې او د عورت پټولو لپاره غونجه کېناسته ... !

زه د زندان په بله خونه کې د نجيب تر متروکو لاندې پروت وم ...

راته و يې ويل :

ووايه ؛ د کوم سازمان غړی يې ؟

اعتراف کوې او که دې مېرمنې ته ورشم ... !

زما په خوله تر دې مهاله د اعتراف خبره نه را غبرګېده ؛ ځکه چې نه مجرم وم او نه د کوم تنظيم غړی ، و يې وهلم ، برقي شارتونه يې راکړل ؛ په ډول ، ډول عذابونو يې تعذيب کړم ، همدا يوه خبره يې راته کوله :

د C I A  بچيه اعتراف وکړه ... !

د مېرمنې په دې ډول ليدلو مې يوه سوې کړيکه له خولې ووتله !

ددې صحنې زغم ډېر سخت ؤ ؛ ځکه خو مې و پتېيله چې هره ټاپه پر ځان و منم !

 ور غبرګه مې کړه :

له هر سازمان سره اړيکه لرم ؛ ووایاست د کوم سازمان پر غړيتوب  اعتراف وکړم !!

مخامخ پرانيستی ور يې بېرته بند کړ ...

نجيب امر وکړ :

- و يې وهئ ...

سخت يې ووهلم ، برقي ډنډې يې را کړې ...

پر زمکه را و لوېدم ، بيا يې پر واوره پرېيستم او همدا يوه خبره يې راته کوله :

د CIA بچيه اعتراف وکړه ... !

د آريانا افغان هوايي شرکت هوا باز چې دا خبرې کولې ؛ د سترګو پيالې يې له اوښکو ډکې وې !

بيا يې وويل :

 دا د 1359 کال پېښه وه  ، نجيب د خاد ريس  او افغانستان د روسانو تر چپاو لاندې ؤ !

تر شپږ مياشتې زندان وروسته ، زه له زندانه را خلاص شوم ؛ خو د هغو ورځو خاطرې مې هيڅ نه هېرېـږي .

نور بيا