ټول امت به پر یوه خوا وي دوی پر بله

مارچ 2, 2026 - 13:27
 0  17
ټول امت به پر یوه خوا وي دوی پر بله

ټول امت به پر یوه خوا وي دوی پر بله؛ دا ډارنه طبقه چي پر ټول ژوند ئې نه کوم ظالم په څپېړه وواهه او نه ئې د کوم ظالم څپېړه د مظلوم په ننگه نوشِ جان کړه؛ پر خپلو پروفائلونو د عبدالله عزام غوندي د میدان د زمري تصویرونه لگوي. لامل ئې څه دئ؟!

هغه دا چي دوی د سید قطب او د هغه د لایق شاگرد عزام رحمهم الله هغه اقوال نیمگړي را اخلي چي د اسلامي دولت په اړه ئې فرمایلي؛ دا چي دوی هم د هغه برانډ پروموشن ته مټي رابډ وهلي او تشي دعوې ئې پیل کړي نو گمان کوي چي د هغوی هدف هغه وو چي دوی ترې برداشت کړی؛ په داسي حال کي چي سید قطب د اخوان سره پر ملگرتیا په شـ.هادت ورسول سو؛ دوی اخواني فلسفه ښکنځي. عبدالله عزام خپله عملا مـ.جاهـد د مجـ.اهد ورور، ملگری او خواخوږی وو؛ خو دوی له دې مېړاني بې برخي دي.

تر ټولو ستر رزالت ئې بیا څه دئ؟! دا چي تل د امت زمریانو ته پېغورونه ورکوي؛ د مرسي پر شهـ.هادت ئې آن تسلیت پاڼي هم له پېغوره ډکي وې. خو چي د دوی د کارکردگۍ پوښتنه ترې وکړې؛ زارۍ او فقط آنلائن زارۍ!