په څو ورځو کې نړۍ بدله شوه!

مارچ 7, 2026 - 17:01
 0  11
په څو ورځو کې نړۍ بدله شوه!

ژباړن:اصل دين ځدراڼ

 

د شاهین سهبایي حیرانوونکی لېست.

جګړې د باور او یقین ډېر بتان مات کړل.

موږ فکر کاوه چې دا کار به هېڅکله ونه شي، خو یوازې په څو ورځو کې وشول او اوس داسې ښکاري چې نړۍ بدلېږي.

۱ دوبۍ نوره د تورې پیسې، لوټل شوې شتمنۍ او لویو جایدادونو تر ټولو خوندي قلعه نه ده پاتې شوې. د عیاشۍ دا ستر کلب اوس د تړل کېدو پر لور روان دی.

۲ د نړۍ شتمن خلک به نور دوبۍ ته د پیسو راوړلو، پلازو جوړولو او پانګونې په اړه لس ځله فکر کوي.

۳ د پلازو او محلونو بیې به راټیټې شي. د میلیاردونو او ټریلیونونو ډالرو زیان چې اوښتی، هغه به څوک جبران کړي؟

۴ ایران داسې مات نه کړی شو  لکه د شګو یو کوچنی کور.

۵ کوچني عرب هېوادونه امریکا هم خوندي ونه شول ساتلی، او اوس دا هېوادونه له سخت ذهني او عصبي فشار سره مخ دي.

٦ شتمن عرب هېوادونه به اوس د عیاشۍ نوي ښارونه او تفریحي مرکزونه نه جوړوي، بلکې د خپلو پوځونو لپاره به الوتکې او توغندي اخلي.

۷ هغه عرب شیخان چې تل به یې پاکستان د ډالرو په وسیله ژغوره، اوس پخپله اندېښمن دي، او د پاکستان پوځ هم د دوی په کار رانغی. داسې ښکاري چې دا ATM نور بندېږي.

۸ له پاکستانه بهر د عزت وړ دندې د موندلو لارې هم ورو ورو تړل کېږي. ښايي بې وزله پاکستانیان له دغو هېوادونو وايستل شي.

۹ د اماراتو او دوبۍ میلیاردونه او ټریلیونونه ډالر به اوس د نړۍ کومې سیمې ته پناه یوسي؟ ټول دېته اندېښمن دي.

۱۰ د پاکستان اټومي بم به اوس د هېڅ اسلامي هېواد، حکومت یا پاچاهۍ په درد ونه خوري. دا خیال هم پای ته ورسېد.

۱۱ پوښتنه دا ده: ایا اټومي بم به پاکستان وژغوري، که به پرې د نړیوال فشار لاندې د پور ورکوونکو سره پرې معامله وشي؟

نور ټکي به په بل ټویټ کې وړاندې شي.

تاسو هم خپل نظر ووایئ چې په نړۍ کې

نور څه بدل شوي دي؟