داسې ښکاري چې امريکا په خپلو وړاندوینو او محاسبو کې پاتې راغلي دي
داسې برېښي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو تګلاره د دقیقو او سنجول شویو محاسبو پر ځای پر چټکو او احساساتي سیاسي ارزونو ولاړه وه. اوسمهال د ټرمپ او د هغه د ادارې کړنلارې تر ډیره د کورنيو او بهرنيو د سیاسي فشارونو او لنډمهاله اهدافو تر اغېز لاندې ارزول کېږي، او داسې ښکاري چې په خپلو وړاندوینو او محاسبو کې پاتې راغلي دي.
---
ما ته دا جګړه اوسنۍ نه ښکاري.
دا جګړه په ۲۰۰۱م کال کې پیل شوه؛ دا د هغې جګړې تسلسل دی چې کله امریکا او ناټو پر افغانستان او عراق یرغل وکړ. له بده مرغه، د نړۍ ځینو سترو قدرتونو او ګڼو اسلامي هېوادونو په مستقیم او غیرمستقیم ډول په دغو حالاتو کې برخه لرله، او په دې ټول بهیر کې ځینې اسلامي هېوادونه ورسره ولاړ وو.
اوس قضاوت تاسو ته پرېږدو چې د افغانستان او عراق له جګړو وروسته څه پېښ شول او دا مهال په اسلامي نړۍ کې څه روان دي؟ ایا دا د افغانستان او عراق د جګړو او یرغل تسلسل نه دی؟
متأسفانه، په دې اور کې هغه څوک سوځي چې پرون د افغانستان او عراق په جګړو کې له اوره تاوده کېدل.
الله دې پر ټولو رحم وکړي.!
---
ډانلډ ټرمپ او د هغه اداره د دې توان نه لري چې خپل ولس او رسنیو ته د ایران پر ضد د خپلو غیرقانوني جګړو په اړه پوښتنو ته رښتيني ځوابونه ورکړي. حقیقت دا دی چې په دې موضوع کې د شرم او حقارت احساس کوي.
---
په سیاسي، اقتصادي او نظامي جګړو کې د ناکامۍ او ماتې یو څرګند لامل دا دی چې کله یو لوری خپل ذهني توازن او فکري کنټرول له لاسه ورکړي. په داسې حالت کې د منطق او حقیقت پر ځای سپکه او توهینآمیزه ژبه کاروي، غیر انساني ادبیات خپروي، خپلو ولسونو ته دروغ وایي او لوی حقایق پټوي. دا چلند نه یوازې د کمزورۍ نښه ده، بلکې د ماتې د نږدې کېدو څرګند ثبوت هم ګڼل کېږي.!
--