د نړۍ په کچه وروستي سیاسي اظهارات د انديښنې وړ دي

مارچ 14, 2026 - 10:32
 0  24
د نړۍ په کچه وروستي سیاسي اظهارات د انديښنې وړ دي

د نړۍ په کچه وروستي سیاسي اظهارات د انديښنې وړ دي حتی چین هم په ملګرو ملتونو کې وویل چې افغانستان د ترهګرو د فعالیتونو لپاره په اندېښمنو ځایونو کې شمېرل کېږي. دا خبره یوازې یوه جمله نه ده؛ بلکې د نړیوالو قدرتونو د ذهنیت انعکاس دی.

موږ له ډېر پخوا ویلي وو چې د سردار محمد داوود خان له سقوط وروسته، افغانستان د لویو قدرتونو د ستراتیژیکو پروژو د ازمایښت ډګر ګرځېدلی دی. زموږ ډېری سیمه‌ییز ګاونډیان یا د لویو قدرتونو شریکان پاتې شوي دي، او یا خپله د نړیوالو ستراتیژیکو لوبو فعال لوري دي.

په داسې شرایطو کې تريخ حقیقت دا دی چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې واقعي ستراتیژیک دوستان نه لري بلکې ستراتيژيک دښمنان لري او ډېری هغه اړیکې چې موږ یې د دوستۍ په نوم تعبیر کړو، په اصل کې د سیالۍ، فشار او ګټو د سیاست تر سیوري لاندې دي.

همدا لامل و چې کله زموږ د بهرنیو چارو وزارت د “پراخو نړیوالو اړیکو او تعاملاتو” ادعا کوله، دا خبره به راته د تعجب وړ ښکاره شوه. دیپلماسي باید د واقعیت پر بنسټ ولاړه وي، نه د خوشباورۍ او ځان‌غولوونکو الفاظو پر بنسټ؛ ځکه تاریخ ډېر ژر دا ډول ادعاوې ازمېیي او بیا پرې قضاوت کوي.

حقیقت دا دی چې تر هغه وخته چې افغانان په خپل کور کې خپل اساسي کورني مسایل حل نه کړي، د نړۍ له لوري هر ډول تعامل به نیمګړی، کمزوری او حتی سپکوونکی وي. نړیوال سیاست تل د داخلي ثبات، ملي اجماع او منظم نظام پر بنسټ اړیکې جوړوي.

له همدې امله، تر څو چې موږ د ملي مشارکت، ملي تعامل او ملي وحدت پر بنسټ د یو دوامدار او مشروع سیاسي نظام روښانه نقشه جوړه نه کړو، نه به دوامدار ثبات ته ورسېږو او نه به وکولای شو چې په سیمه او نړۍ کې رښتیني او سیال ستراتیژیک دوستان پیدا کړو.

ملتونه هغه وخت درناوی ترلاسه کوي چې په خپل کور کې نظم، اجماع او روښانه سیاسي جهت ولري. که موږ خپل کور منظم نه کړو، نړۍ به زموږ په اړه پرېکړې کوي؛ خو که موږ خپل ملي بنسټونه ټینګ کړو، هماغه نړۍ به زموږ د درناوي او همکارۍ لپاره مجبور شي.