حکمتیار: د څلورو هېوادونو چين، روسيې، ايران او پاكستان دا گډه پرېكړه څه معنى لري
د څلورو هېوادونو چين، روسيې، ايران او پاكستان دا گډه پرېكړه څه معنى لري چي په كابل كي بايد ټول شمول حكومت جوړ شي؟ مسكو د امارت اسلامي سفير ومنلو، پر سفارت د امارت بيرغ ورپېدو؛ د ټول شمول حكومت غوښتنه د دې خلاف عمل او خپل رسميت نفى كول دي!
د مسكو له لوړپوړو چارواكو دا هم اورېدل كېږي چي ښيي له خپلي پرېكړي پښېمان دي؛ وايي: مسكو چي له رسميت پېژندو كومه طمع درلوده هغسي ونه شول!! دا څه معنى لري؟ آيا طمع ئې دا وه چي تر دوى وروسته به ډېر نور هم امارت په رسميت وپېژني؟
يا رسميت ئې په خاصو شرائطو پوري تړلى وو؛ هغه شرائط تأمين نه شول نو ځكه پښېمان شوى؟ د ټول شمول حكومت معنى دا وه او ده چي بهرنيان به د بن په څېر حكومت راته جوړوي، وزارتونه به خپلو منځونو كي وېشي؛ تر نيمايي زيات به يوې وړې پرديپالي ډلي ته سپاري.
دا بهرنيان ولي پر عادلانه او شفاف انتخاباتو تاکید کوي؟ ولي نه وایې: افغانان پریږدئ خپل برخلیک په خپله او له بهرنۍ مداخلي پرته وټاکي؟ ښه پوهېږي چي له دي پرته نه ملت شمول حکومت جوړیدی شي، نه ملي وحدت، خپلواکي، ملي حاکمیت او ثبات تأمينېدی شي.
د زور حكومتونه كه فردي وي كه قبيلوي، گوندي، قومپال او توكمپال؛ د بهرنيو له مالي، نظامي او سياسي حمايت؛ حتى د پرديو له فعال نظامي حضور پرته دوام نه كوي؛ د بقاء لپاره به پردي ته سر ټيټوي، سلطه به ئې مني، امتيازات به وركوي د دوى په مرسته به خپل مخالفين ځپي؛ خپل ځپل د بل غلامي!
مؤمن او عزتمن ولس هيڅكله د زور حكومت ته سر نه ټيټيوي؛ خپل مشر به داسي ټاكي لكه چي صحابه وو خپل څلور خلفاء په جومات كي او د مدينې د ټولو مؤمنانو په اتفاق او اجماع غوره كړل او له بيعت وروسته د خلافت مقام وركړى شو؛ فقط همدا د اسلامي نظام ځانگړتيا ده؛ هره بله طريقه غيراسلامي ده.
حکمتیار