دا د ظلم پېړۍ ده!

د بشر په تاریخ کي فکر نه کوم پر یو وخت به پر انسان دومره وحشتونه یو ځایي ترسره سوي وي؛ په یوه ټوټه کلابنده زمکه باندي تر یو نیم میلیون ډېر انسانان وږي تږي بې کوره ناست دي، نړۍ ئې هره ورځ په درځنونو انسانان د مرگ په حالت کي ویني، د دوی په ځورونه کي شریک واکمنان په ډېره سپین سترگي ژوند کوي، خپل د ولسونو د ناروا محصولاتو پیسې پر دغو ملعونو قاتلینو مصرفوي او د هغوی هر وحشت توجیه کوي.
خو که څوک د صمود فلوټیلا د مهربانه انسانانو په څېر د مرستو هڅي کوي همغسي معامله ورسره کېږي؛ لکه ملعون قام چې له دوی سره کوي. نن پر دې قافله هم بریدونه ترسره سوي او همدا اوس محاصره سوې...
د درېیمي درجې هېوادونو خو به څه ووایو! مطلق دیکتاتوران پر واکمن دي او د حیواناتو په څېر تعامل ورسره کوي؛ پخوا به په یوه سیمه کي یو فرعون وو نو موسیٰ به د مداین په څېر هېواد ته یا مسلمانانو به د نجاشي غوندي زړه سواند مشر غېږي ته پناه وړله؛ نن د نړۍ په هیڅ یو کونج کي داسي څوک نسته چي مظلوم ته امان ورکړي او د ظالم له ظلمه ئې وژغوري؛ بس یوه سپارښتنه ورته کوي چي پر خپل فرعون ایمان راوړه او ورته تسلیم سه! بیا په امان سوې.
هر هېواد، هره منطقه او هر قام ځانته جلا فرعون لري؛ بس په نومونو او القابو کي ئې فرق وي؛ لکه د قیصر و کسریٰ د نومونونو تر منځ تفاوت؛ په دغو ټولو دیکتاتورانو کي بیا د درېیمي درجې هېوادونو واکمنان ډېر بې رحمه دي؛ دوی اصلاً خپل ولسونو ته د انسانانو په سترگه نه گوري! نه ئې اړتیاوي پوره کولی سي او نه ئې له ظالم نه ژغورلی سي... خو آمرانه چلن ئې بیا تر فرعون ذره برابر کم نه وي.