ډېنګي

اکتوبر 19, 2025 - 21:02
 0  7
ډېنګي

داکتر ديدار يوسفزی

 

د اکتوبر او نومبر مياشت د ډېنګي وائرس د خپرېدو مياشت ده - د ډېنګي ماشے پۀ دې ورځو کښې پۀ ولاړو اوبو او پۀ تياره ګوټونو کښې اګۍ اچوي او خپل نسل زياتوي - دا ماشے عموماً پۀ تياره کښې د کمرې پۀ ګوټونو کښې د پردو شاته يا داسې پۀ نورو ګوټ پېرونو کښې ځان پټ ساتي -

ډېنګي وايرس د يو خاص ماشي پۀ ذريعه خپريږي - پۀ دنيا کښې هر کال ۴۰۰ ميلين کسانو ته دا وائرس لګي - او د ۴۰ زرو خواوشا کسان ترې مري - چې دا ماشے کله يو ناجوړه کس وچيچي - نو دے بيا د نورو روغو خلکو پۀ چيچلو دغه وائرس هغو ته منتقل کوي - پکار ده چې ناجوړه کس د مچرداني استعمال خامخا کوي -

 احتياطي تدابير

ـــــــــــــــــــــــــ

🔸د کور پۀ ښکاره لوښي لرګو کښې اوبۀ مۀ پاتې کوئ

🔸د کور د ګوټونو او د تيارو ځايونو صفائي کوئ

🔸د کور خواوشا ډنډونه او سخا والے مۀ جوړوئ

🔸پنکچرو واله دې پۀ ټائرونو کښې اوبه نۀ خوندې کوي

🔸 پۀ سحر او ماښام د دې ماشي د چيچلو نه ځان ساتئ

🔸د شپي د مچر داني او د ماشي زغلولو کريم لګوئ

 علامات

ــــــــــــ

تېزه تبه ، سر درد ، د سترګو شاته درد ، د مسلز او جوړونو درد ، زړۀ وېشېدل ، الټۍ او شرے ئې عمومي علامات دي

 د دې علاماتو سره ناجوړه انسان عموماً پۀ هفته کښې ښۀ شي - د عامو علاماتو له پاره ئې څۀ خاص علاج نشته خو ارام ، پېراسيټامول ، ډېرې اوبۀ ، نمکول يا ډريپ پکښې ښۀ وي -

 کۀ چرې د دې نورو علاماتو سره سره پۀ خېټه کښې تېز درد ، مټاکوالے ، پۀ دستونو کښې وينه ، مسلسل الټۍ، د وينې الټۍ يا د پوزې او ورو نۀ وينه شورو شي - نو دا ټول د خطرې علامتونه دي - د دې بيمارۍ پۀ ډېر زياتوالي کښې چونکه د وينې يو خاص قسم سيلز (پلېټلټس ) کميږي نو کۀ تکييف زيات شي نو پکار ده چې اېمرجنسي ته مريض ورسولے شي