د وفا داسي کيسې ډېري کمي پېښيږي!
تر ۲۳ کلن بند او بېلتون وروسته د مظلومي مقدسي زمکي یرغمال سوی اسیر "اکرم أبوبکر" تېره ورځ د تبادلې په یوه تاریخي پروسه کي آزاد سو.
ده له خپل مېرمن سره د واده تړون بیا ځل نوی کړ؛ هغه وفاداره مېرمن چي ده تر عمري بند وروسته په دې موخه طلاق ورکړی وو چي ولي ئې به په یوه لا متناهي بېلتون او اذیت کي پرېږدي؟!!
اما مېرمن ئې هم د ده لائقه وه؛ د ده پر دې ځورونکې پرېکړي ئې هم خپل عظیم رب ته صبر وکړ او دا تعهد وکړ چي تر پایه به همده ته منتظره او وفاداره پاته کېږي.
الله رب العزت چي د انسان د زړونو خالق او ترې باخبر دئ؛ د دې مؤمنانو بېلتون مختصر کړ؛ هغه سازشونه او پرېکړي ئې رد کړې چي د ده دښمنانو ورته اوبدلي وې؛ د دې باوفا مېرمن منصف خاوند ئې بېرته همدې ته راستون کړ.
دې صابري مېرمن د ده د بند کلونه په ډېر صبر او هیـلو تېر کړل؛ کله چي ئې خاوند له زندان نه را ووت لومړنۍ مېرمن همدا وه چي ښه راغلاست ئې ورته ووایه!
دا بېلتون تر شل کلن انتظار وروسته د وصال پراؤ ته ورسېدی او د واده په نوي عقد سره د یوه نوي ژوند بنیاد کېښودل سو.
مقدسه زمکه له داسي کیسو نه ډکه ده؛ د اولاد مینه، د والدینو مینه، د مېرمن یا خاوند مينه او یا هم د مقدسي قبلې مینه د دوی ارادو ته تقویت ورکوي...
ژباړه: شاهین