لطفاً خپل عوام فریبه سیاستونو ته د پای ټکۍ کېږدئ!

نومبر 3, 2025 - 22:36
 0  70
لطفاً خپل عوام فریبه سیاستونو ته د پای ټکۍ کېږدئ!

عبد الرحمن سليم

 

زمونږ د خلق دموکراتیک ګوند غړي او د دوی زامن او لمسیان قصداً یا سهواً د خپل پلرونو او حزب روایت تکراروي چې هغه کې دوی جهادي تنظیمونه ملامتوي چې دوی د ګاونډي هیواد استخباراتو ښکار شول. همداسې دوی چې کله د افغانستان او پاکستان سیاسي روابط او د هغه روابطو ترینګلتیا هم بیانوي، نو په دې خاطر چې د خپل پلار او نیکه سیاسي رقیبانو څخه بدل واخلي یا د هغوی خلاف خلک وهڅوي، نو همیشه یې اشاره د ۱۹۷۳ کال د نهضت اسلامي غړو پاکستان ته پناه وړل بیا د پنجشیر برید یادول دي.

لومړی خو دغه مقایسوي بحث هیڅ ځای نه نیسي، خو که بیا سړی دوه سیاسي جریانونه چې هغه کې نهضت اسلامي او حزب دموکراتیک خلق وي مقایسه کوي، نو د نهضت اسلامي څخه مخکې د خلق دموکراتیک ګوند یو درجن رهبران او میانه کادرونه د شوروي اتحاد جاسوسي ته لبیک ویلي وو چې  د هغه خلکو نومونه د واسیلي میتروخین لخوا چې د  KGB د  بهرنیو خدماتو د آرشیف کارمند او بیا مسؤل پاته شوی دی، اخستي دي.  په دغه نومونو کې د میر احمد خیبر نیولې، تر اسلم وطنجار، اناهیتا راتب زاد،  محمود بریالی (د کارمل ورور)،  سلطان علي کشتمند، سید محمد ګلاب زوی، اسد الله سروري، شیر جان مزدوریار، شهنواز تڼۍ،  ډګروال غلام قادر(د ثور کودتا وروسته بیا تر جنرالي ورسید)،  جنرال رفیع،  دستګیر پنجشیری، بارق شفیعی، عبدالصمد ازهر، عبدالمجید سربلند، شاه محمد دوست او نورو نومونه اخستل شوي دي. دغه آرشیف چې د هغه وخت د KGB د تشکیلاتو، د عملیاتونو او پروژو تفصیل ده، دغه سړي له ځانه سره له دفتره کور ته وړی یا غلا کړی دی او د شوروی اتحاد د سقوط وروسته د شوروي څخه انګلستان ته پناهنده شوی دی، اوس هم د  کمبریج پوهنتون آرشیف کې ساتل کیږي.

زما تاکید دا دی چې د مسایلو سره باید شخصي، سمتي، تنظیمي، ګروهي او د خپل پلار او نیکه د تمایلاتو په اساس برخورد ونه کړو. اوس خیر دی که نن ورځ جهادیانو نوم دومره بدنام دی چې څوک یې په نوم هم شرمیږي، خو تاسې دومره بیشرمي هم مه کوئ چې ټوله مسئله دومره لنډوئ، چې د ستونزې جرړه د جهادیانو په تګ پورې راټولوئ.  همغسې چې زه د دې طرفدار نه یم چې د جمهوریت ټول ګند دې یواځې په ۳ کسانو واچول شي یا یواځې ولسمشر غني ټیم دې راو نیول شي، لطفاً تاسې هم دغه مردانګي وکړئ چې مایک مو په اختیار کې وي،  ستونزې یواځې د افغانستان د تاریخ د یوه نهضت باندې مه اچوئ.  د خپل پلار نیکه سیاسي دښمني او د  ملامت او سلامت روایتونو څخه مخنیوۍ وکړئ. که بیا مو ډېر شوق کیږي، حد اقل منحیث د لوستي انسان، مسایل منصفانه او بدون له کورنۍ ارتباطاتو، حقیقي ارزیابي کړئ چې ملامت او سلامت معلوم شي او خلک ترې پند واخلي.

د افغانستان او پاکستان ستونزه د ۱۹۴۷ کال څخه روانه ده او په دغه ستونزه کې تر ۱۹۷۳ کال پورې افغان دولت او حکومتونو پاکستان ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي.  د صدراعظم لیاقت علي خان نیولې، تر وزیر داخله حیات شیر پاو په دغه جنجالونو او هلته ناامنیو کې وژل شوي دي چې تور یې په پښتونستان غوښتونکی دی چې د هغه څخه افغان دولت حمایت کولو.

همداسې له ۱۹۴۸ راهیسې تر ۱۹۹۲ پورې افغان دولت هم د پاکستان سیاسي او مسلح مخالفینو ته په افغانستان کې ځای ورکړی دی خو تاسې یواځې د خپل سیاسي مخالفتونو له امله فقط د نهضت اسلامي مشرانو تګ چې ۱۹۷۳-۱۹۷۴ کیسه ده، بیانوی.

عبدالکریم بلوچ په ۱۹۴۸ کې ، شیرمحمد مري ۱۹۶۰ کې ، همداسې راجا انور،  جمعه خان صوفي ګمان کوم په ۱۹۵۰ کلونو کې، اجمل خټک، خپله افراسیاب خټک ۱۹۷۷ شا او خوا افغانستان ته راوړل شوی دی او په ۱۹۸۰ کلونو کې هم د ذولفقار بهټو زامن دلته راوړل شوي وو.

زه سیاست مدار نه یم او که سبا سیاست ته هم راغلم، نو شعار به مې د ملت وېښول وي او ملت ته حقایق ویل وي چې د هغه په رڼا کې د یو سوله آمیزه او مرفه افغانستان لپاره تصمیم ونیسي.  زه نه غواړم چې څنګه زما ۳-۴ پوشته په اور کې وسوځیده، زما او زما د کورنۍ هغه راتلونکی نسل دې د اور خورام شي او د سیاسیونو د دروغو ګرفتار شي.  لطفاً د خپل سیاست او سیاسي مبارزې لپاره د تاریخ تحریف او غلط بیان پر ځای، د دشمن تراشي پرځای، د افغانانو د رفاه او ترقي پروګرام مو وړاندې کړئ.

تاسې ۲۰ کاله د جمهوریت او ولسواکي په نوم حکومت وکړ خو نن ورځ تاسې همغه ولسواکي او جمهوریت پورې خاندئ چې تر پرونه یې تاسې واکداران وی. تاسې مهرباني وکړئ دې ملت ته خپل یو ۲۰ ورقه یي پروګرام، خپل آیډیالوژي، خپل فلسفي افکار، خپل سیاسي او اقتصادي تګلاره مو بیان کړئ چې تاسې افغانستان کې څه غواړئ؟ څنګه یې ترلاسه کوئ او کله یې ترلاسه کوئ؟