دا جمیل عبدالله الامین دی

دسمبر 1, 2025 - 21:53
 0  20
دا جمیل عبدالله الامین دی

ژباړه: عبید موسم

 

دا جمیل عبدالله الامین دی چې په نړۍ کې د H. Rap Brown په نوم مشهور و، د ۱۹۴۳ کال د اکتوبر په څلورمه د امریکا د لوېزیانا ایالت په بېټن روژ ښار کې وزېږېد.

د هغه اصلي نوم هيوبرټ ګیرولډ براون و، او د مدني حقونو د غورځنګ له لارې د امریکا په تیر سیاسي تاریخ کې د یو توند او بې‌پروا مبارز په توګه ېې ځان راښکاره کړ.

 

له کوچنیوالي سره سره د ده ذهن د عدالت، مساوات او د ظلم پر وړاندې د درېدلو په لور راواوښت. د زده کړو لپاره هوارد پوهنتون ته ولاړ، او همدلته د هغه د سیاسي مبارزې لاره عملي کړه . ډېر ژر د امریکا د مدني حقونو په ستر سازمان SNCC کې شامل شو، او تر لنډ وخت وروسته د دې سازمان پنځم مشر وټاکل شو. د هغه خبرې، ویناوې او شعارونه دومره تنده اغېزه لرله چې د امریکا د مدني حقونو مبارزې فضا یې په بشپړ ډول بدله کړه.

جمیل د تورپوستو د ازادۍ او مقاومت غږ و. کله چې د Black Panther ګوند او SNCC لنډمهاله اتحاد رامنځته شو، هغه د Black Panther ګوند د عدالت وزیر وټاکل شو. پر حکومت، پولیسو او نژادي ظلم یې خورا سخت انتقاد کاوه، او د همدې تند دریځ له امله د FBI د COINTELPRO پروګرام مهم هدف وګرځېد او د هغه د نیولو هڅې ېې پیل کړې

په ۱۹۶۷ کال کې هغه د کمبریج په ښار کې یوه وینا وکړه. ده وویل:

که امریکا اصلاح نه شي، موږ به یې وسوځوو!”

 

له دې وینا وروسته ښار کې اور ولګېد، ودانۍ وسوځېدې، پولیس ژر نه ور ورسېدل، او هغه د “فساد ته د بلنې” او “د بلوا په هڅونې” په تور ونیول شو.

خو ډېری تاریخپوهان وايي چې دا اور د پولیسو د غفلت او هغه د تورنولو لپاره پولیسو خپله بل کړئ وو،  نه د هغه د وینا له کبله.

 

په ۱۹۷۱ کې هغه یو ځل بیا ونیول شو او د غلا او ډزو په تور بندي شو. خو په زندان کې د هغه ژوند بدل شو؛ هغه اسلام ومنلو او د جمیل عبدالله الامین نوم یې غوره کړ.

په ۱۹۷۶ کال کې له زندان څخه په خلاصېدو سره اتلانتا ته ولاړ، هلته یې یو کوچنی دوکان پرانیست، هملته یو مسجد کې امام شو، د خلکو د تبلیغ او اصلاح  لپاره یې کار شروع کړ او خلکو ته ېې دمخدره توکو او قمار پر ضد یې تبلیغ کاوه.

په ۲۰۰۰ کال کې د جورجیا ایالت دوه پولیس افسران د ده د نیولو لپاره ورغلل، ځکه هغه ترافیکیه پییښه کړي او بیا محکمې ته نه حاضر کیدلو، دی په کور کې نه وو خو کله چې پولیس ېې له کور څخه روان شول، د کور دروازې سره له ده سره مخامخ شول، او په همدې مهال ډزې وشوې. یو افسر ووژل شو، بل سخت ټپي شو.

جمیل الامین له سیمې وتښتېد، خو د ۴ ورځو لټون وروسته ونیول شو. د ده وکیلانو ویل چې هغه بې‌ګناه دی، د ده په وجود هېڅ زخم نه و، د ډزو ځینې شواهد له هغه سره نه برابریدل، خو محکمې دا خبرې ونه منلې. هغه په ۲۰۰۲ کال کې د عمر قید (Life Without Parole) په سزا محکوم شو.

 

له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې په  Georgia State زندان کې وه، بیا له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې د امریکا تر ټول بدترین زندان ADX Florence کې وساتل شول چې همغه زندان کې د سختې شکنجو، خراب چاپریال له وجې ورته د Multiple Myeloma (د وینې سرطان)  ولګیدلو!

بیا ېې په ۲۰۱۴ کال کې له دې زندان څخه روغتیايي فدرالي مرکز FMC Butner ته یوړ چې د زندیانو درملنه پکې کیدله، خو د ناروغۍ له امله یې روغتیا ورځ تر بلې کمه کیده او عبدالله امین ورځ تر ورځې کمزوری او ډنګر کیدلو!

 

د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۳مه، د شپې په ارامه فضا کې، هغه د خپل ژوند اوږده مبارزه پای ته ورسوله او جمیل عبدالله الامین په ۸۲ کلنۍ کې د بټنر په طبي مرکز کې ومړ.

جمیل عبدالامین په ژوند کې ډیرې مقالې او کتابونه لیکلي دي چې  یو ېې Die Nigger Die! (1969) دی ، مشهور او تاریخي ژوندلیک، چې په امریکا کې د نژادي ظلم او مقاومت ټول تراخه حقیقتونه ېې پکې لیکلي دي دوهم کتاب ېې Revolution by the Book دا چې کله مسلمان شو د اسلام مخکې او اسلام وروسته ژوند ېې سره پرتله کړئ دی او د اسلام پهٔ اړه ېې ښایسته څیړنې پکې کړي دي،  همداشان ېې په سلګونو مقالې لیکلي چې تر ټولو مشهوره ېې چې په 1968 په زندان کې لیکلي وه

“H. Rap Brown From Prison: Lasima Tushinde Mbilashika”