د غزې دا کوچنی، چې نه یې پر سر کور شته او نه د یخنۍ د دفع کولو کومه پرده…
په سړې، خاورينه ځمکه ویده کېږي؛ د ماشومانو له دنیا سره بېخي نااشنا دا یخنۍ یې د بدن د هر رګ دښمنه شوې ده.
هغه خپل کوچنی مخ په یوه پلاستیکي کڅوړه نغښتی، ګواکې د ژوند له توپانونو سره د مبارزې وروستۍ هڅه یې همدې نری پلاستیک ته پاتې شوې.
دا انځور یوازې درد نه دی…
دا د انسانیت په محراب کې د چیغې غوندې اذان دی
اذان د وجدان، اذان د بشریت، اذان د هغو ماشومانو چې نن یې هم د ژوند له لومړنیو حقونو څخه یوازې د تصویر نوم پاتې دی.
جګړو د دوی کورونه واړول، بمونو یې وینې وچې کړې، او یخنۍ د دوی د شپې وروستی ارام هم لوټلی.
هلته هره شپه د نهاورېدلو چیغو بازار دی، هره ساه د درد کیسه ده، هر ماشوم د یوې نړۍ د ړنګېدو شاهد دی.
د افغان مهاجر شونډې غلې شوې،
د سوډان مات ښارونه خاموش ولاړ دي،
او د غزې ټپی زړه د نړۍ د بېحسی په دېوالونو کې بند دی
خو دا چوپتیا د رضا نښه نه ده؛ دا د ټپي وجدان هغه ساکت فریاد دی چې د اورېدلو انتظار باسي.
دغه غږ خپور کړئ.
دوی یوازې دعا نه غواړي؛ دوی د انسانیت حضور غواړي.
نړۍ ته ووایئ چې دا درد یوازې تصویر نه دی، دا د ماشومانو د یخوالي، لوږې او بېکورۍ ژوندی ثبوت دی.
دا هغه فریاد دی چې سترګې یې نشي لیدلی، خو ضمیرونه یې باید احساس کړي.
ټرامپ افغانستان د نړۍ جهنم وباله— یوازې ځکه چې یو امریکایي ووژل شو او یو ټپي شو.
خو همدا ټرامپ او د هغه لاسپوڅي، په غزه کې د امریکا له بمونو سره د یوې هغې نړۍ سکروټې جوړې کړې چې پکې له سلو زرو ډېر معصوم انسانان وژل شوي، کورونه وران شوي او ماشومان له خوبه تر مرګه بېوزله پاتې دي.
نو پوښتنه دا ده:
جهنم چا جوړ کړ؟
او د دې اور د ساتلو لپاره چا تېل راوړل؟
یا الله، په غزې او افغان د خپلو ځانګړو رحمتونو سیوري خپاره کړه.
ماشومان یې خوندي وساته،
د دوی په سترګو کې د وېرې ځای د هیلې او رڼا په څپو بدل کړه،
او د نړۍ په زړونو کې د دوی لپاره رښتینې خواخوږي، مرسته او بیداري واچوه.
آمین.