ځوان قشر دې هرو مرو دا ليکنه ولولي

دسمبر 6, 2025 - 20:58
 0  54
ځوان قشر دې هرو مرو دا ليکنه ولولي

ځواني نه د هوش مرحله وي او نه د تأمل او تدبر ؛ په دې مرحله کې پر انسان احساسات ، جذبات او د جوش پېريان غلبه کوي ، که د صالح خلکو په لاس کېوځي  او په سالم ډول مديريت کړی شي ؛ نو هم انقلاب راوستی شي او هم يې پرې ستر ستر دښمنان وهل کېدای شي . د پيغمبر عليه السلام ډېری ملګري ځوانان وو ، احساسات او جذبات يې دواړه لرل ؛ خو د پيغمبر عليه السلام د سالم مديريت په پايله کې ، هم صيقل شول او هم ستر ستر قهرمانان ، د ابوذر غفاري کورنۍ په غلاوو لتاړه کورنۍ وه ؛ خو ابوذر رضي الله تعالي عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د سالمې روزنې او ملګرتيا  په پايله کې خورا لوړ شخصيت شو ، همدا راز ډېری صحابه رضي الله تعالی عنهم له پيغمبر عليه السلام سره  د ملګرتيا په پايله کې؛ هم د روم او فارس فاتحين شول او هم د اسلام خپرولو اتلان !! خو هغه ځوانان چې له اسلام سره د معارضو کړيو په لاس کېوتل ؛ هم يې ایمان ترې واخيست او هم يې شخصيت ته نه جبرانېدونکی زيان واړاؤ !! دغې موضوع ته په پام سره  اړينه ده چې ځوان قشر د ملګرو په انتخاب کې له تعمق او دقت نه کار واخلي ، په کلي ، چاپېريال او آن په فيسبوک کې هم  له هغه چا سره ملګري شي چې دوی ته خدای ور یادولی او ايمان يې صيقل کولی شي ، د تنظيمونو په انتخاب کې دې هم له هغه چا سره ملګري شي چې له خدای او پيغمبر سره په جنګ اخته نه وي ، پروفايل دې يې راواړوي ، مطالب دې يې ولولي ، که يې فحش خپرول او لوچکو جينکيو يا هلکانو ته يې چکچکې وهلې ؛ او يا يې له استعماري کړيو سره تړاؤ لاره ؛  نو معنا يې دا ده چې دا ډول خلک په فساد ککړ دي او ملګرتيا يې داسې ده لکه يو څوک چې وژونکي ويروس ته لاس ورکوي او ځان په لوی لاس د هلاکت کندې ته غورځوي!! ځوان نسل دې دېته هم متوجه وي چې محيط ، مُربي ، او له هر ډول افرادو سره ګرځېدل هرو مرو په انسان اثر لري ، همدغو محيطي اثراتو ته په پام يوسف عليه السلام زندان غوره کړ ؛ خو د ناسالم چاپېريال اثراتو ته يې ځان ونه سپاره ، پايله يې دا شوه چې الله تعالی يې محوري کردار را برسېره کړ او د لار ورکي انسانيت د سالم مديريت شرف يې ور په برخه کړ !! فيسبوکي ملګري هم همداسې اثر لري ، که فاحش فلمونه ، انځورونه او مطالب خپروي ، پر لوستونکي به هرو مرو اغېز پرېباسي ، او تر تاثير لاندې به يې را ځي ، همدغه تاثيرات دي چې ډېری ځوانان د « چين ښاپېريو »  او / یا لوچکو ښځو ته زرګونه لايکونه ورکوي ، شيېر کوي يې او په خپراوي کې يې ، هم لګښت کوي او هم خپل شخصيت ته صدمه رسوي !!

الله تعالی دې موږ ټولو ته دا احساس راکړي چې په کلي، محيط ، مکتب، پوهنتون ، فيسبوک او په هر موقعيت کې داسې ملګري انتخاب کړو چې موږ دوی  او  دوی موږ ته الله را ياد کړي.

اللهم آمین .