د لوی اسرائیل حدود به جغرافیایي وي که اقتصادي؟!

دسمبر 8, 2025 - 20:40
 0  20
د لوی اسرائیل حدود به جغرافیایي وي که اقتصادي؟!

د امریکا استازی ټام بارک: "د لوی اسرائيل فلسفه او نظریه د سوداگرۍ او هوسایني له لاري عملي کېدی سي؛ اما دا د جغرافیې له لاري نه ترسره کېږي."

 

په اسلامي نړۍ کي د اسرائیل د وطن پراخولو او نورو سیمو د اشغال کولو په اړه دوې فلسفې عامي دي؛ یوه دا چي دوی په دې باور دي چي لوی اسرائيل به جوړېږي؛ بله دا چي ځیني مبصرین بیا وايي نه دا یو غافله کوونکې تیوري ده چي مسلمانان پرې وېرول کېږي؛ هر طرف ئې ځانته دلایل لري... خو د ټام بارک دعوه ځکه بې اساسه ده چي په اقتصادي توگه خو نن هم اسرائیل تر خپل حدودو ډېر تجاوز کړی دئ.

 

په ۲۰۲۴ع کال کي اسرائیل د دفاعي وسایلو صادرات شاوخوا ۱۴.۷۹۵ میلیارده ډالره (تقریباً ۱۴.۸ میلیارده) ثبت کړي دي؛ دا نږدې ۱۳٪ زیاتوالی ښيي. په مقایسه له ۲۰۲۳ع کال سره.

د دې صادراتو زیاته برخه یعني تقریباً ۴۸٪ ئې د میزایلونو، راکټونو او هوایي دفاعي سیستمونو په برخه کي وې. اروپا د دې صادراتو لویه اخیستونکې وه: شاوخوا ۵۴٪ د اسرائیلي وسلو صادرات د اروپا هېوادونو ته ترسره سوي. په تېرو پنځو کلونو کي د اسرائیل دفاعي صادرات تقریباً دوه چنده زیات سوي دي.

 

د سټاربکس، مکډونلډ او نورو برانډونو تحریم پر خپل ځای ډېر ښه نتائج ورکړي؛ اما هغه توکي چي د اسرائیل د اقتصاد د ملا تير بلل کېږي هغه اوس هم د دوه گوني معیار خاوندان (غرب) ترې پېري؛ نو ویلی سو که د لوی اسرائیل جوړښت یوازي په اقتصادي شکل ترسره کېږي نو هغه خو وار دمخه لا لوی اسرائیل موجود دئ؛ نو بیا پر سوریې، لبنان او غربي تړانگه یرغل د څه لپاره؟!

 

یقیناً دا د زمکنۍ جغرافیې د نیولو ناروا پروسه ده چي غرب په گډه د اسلامي امت په منځ کي په کار اچولې ده؛ دا چي څومره به بریالۍ کېږي هغه د سیمي په ولسونو پوري تړاؤ لري چي دوی له دې مردود قام سره څومره حساسیت ښيي.