‏د جدی شپږمه د افغانستان تاریخ له پاڼو څخه نه شي حذف کېدای

دسمبر 28, 2025 - 16:37
 0  26
‏د جدی شپږمه د افغانستان تاریخ له پاڼو څخه نه شي حذف کېدای

‏د جدی شپږمه د افغانستان تاریخ له پاڼو څخه نه شي حذف کېدای. دا ورځ د زور، استبداد، پردي پالنې او ملي ناورین څرګنده نښه ده. د دې تورې ورځې په اړه ګڼې تاریخي لیکنې شوې او پراخ بحثونه پرې شوي دي، خو لا هم یوه اساسي پوښتنه بې‌ ځوابه پاتې ده.

‏ولې د هغو کسانو څخه، چې د کمونیستي نظام مامورین او ملاتړي وو، او یا د هغوی د اولادونو او کورنیو څخه، دا نه پوښتل کېږي چې د جدی د شپږمې په اړه څه احساس، درک او قضاوت لري؟

‏ایا دوی د دې تاریخي فاجعې انساني، ملي او اخلاقي پایلې مني، که لا هم د تېر په څېر د بې‌ ځایه او بې‌ منطقه توجیهاتو په لټه کې دي؟

‏زما په اند، تاریخ یوازې د شعارونو په وسیله نه سپینېږي، بلکې د حقایقو په منلو، د ظلم په اعتراف او د قربانیانو د درد په درک کولو سره سمېږي. که دې پوښتنې ته په صداقت ځواب ورنه کړل شي، نو زخم به همداسې تازه پاتې وي او تاریخ به بیا  بیا تکرار شي.