د نړۍ پورونه د څو محدودو خلکو او ادارو شتمني ده

دسمبر 29, 2025 - 18:08
 0  22
د نړۍ پورونه د څو محدودو خلکو او ادارو شتمني ده

نن نړۍ د پورونو لاندې ده. امریکا، چین، جاپان او اروپايي هېوادونه ټول په ټریلیونونو ډالرو مقروض دي. د نړۍ ټول پور دومره زیات شوی چې د نړۍ د کلني تولید څو چنده جوړوي. یعنې نړۍ چې هر څه په یو کال کې تولیدوي، د پور د اندازې مخې ته ډېر کم ښکاري. که ټوله نړۍ څو کاله هیڅ مصرف و نه کړي، بیا هم دا پورونه په اسانه نه شي ادا کېدای.

خو دلته یو ډېر مهم سوال شته چې خلک یې نه کوي. که ټول هېوادونه مقروض دي، نو پور ورکوونکی څوک دی؟ که نړۍ پور لري، نو دا پیسې د چا شتمني ده؟ ځکه پور بې له پور ورکوونکي نه وي. که یو څوک پور اخلي، حتماً بل څوک یې ورکوي.

حقیقت دا دی چې دا پورونه د څو محدودو خلکو او ادارو شتمني ده. همدلته د ستونزې ریښه ده. دا حالت د جګړې له لارې نه دی رامنځته شوی، بلکې د یو داسې مالي نظام له لارې چې ډېر خلک پرې نه پوهېږي. په دې نظام کې اکثریت خلک او حکومتونه پور اخلي او اقلیت تل پور ورکوي او سود اخلي. همدا سود دی چې شتمني ورو ورو د خلکو له لاسه وباسي او د څو کسانو جېبونو ته یې انتقالوي.

ډېری خلک فکر کوي چې بانک هغه پیسې پور ورکوي چې له مخکې ورسره موجودې وي، خو حقیقت داسې نه دی. کله چې حکومت یا لوی بنسټ پور اخلي، نو پیسې له مخکې نه وي. د پور اخیستلو سره سم پیسې پیدا کېږي. بانک یوازې په کمپیوټر کې شمېرې زیاتوي. یعنې پیسې له هېڅه جوړېږي.

خو ستونزه دا ده چې یوازې اصل پیسې پیدا کېږي، سود نه پیدا کېږي. که حکومت پور واخلي، نو باید له اصل سره سود هم ورکړي. دا سود له کومه راځي؟ یا له نوو پورونو، یا د خلکو له مالیې. له همدې امله پور هېڅکله ختمېږي نه، بلکې تل زیاتېږي.

دا ځکه نه ده چې حکومتونه سم مدیریت نه لري، بلکې ځکه چې نظام همداسې جوړ شوی دی. دا سیستم یوازې هغه وخت کار کوي چې پور پر پور زیات شي. که پور اخیستل ودرېږي، ټول نظام له ستونزې سره مخ کېږي.

کله چې دا پورونه تعقیب کړو، نو بالاخره څو محدودو ځایونو ته رسېږي. لوی بانکونه، مرکزي بانکونه، پانګه‌وال بنسټونه او ډېر شتمن کسان د دې پورونو اصلي مالکین دي. حکومتونه سود ورکوي، خو دا سود د خلکو له جېب څخه وځي. خلک دا پیسې د مالیې، ګرانو بیو او د ژوند د سختۍ په بڼه ادا کوي.

عام خلک فکر کوي دا هر څه طبیعي دي، خو دا طبیعي نه دي. دا یو انساني جوړ شوی نظام دی. دا داسې جوړ شوی چې شتمني ورو ورو له ډېرو خلکو څخه واخلي او د لږو کسانو لاسونو ته یې ورکړي. همدا وجه ده چې شتمن شتمن کېږي او غریب لا غریب.

دا یوازې د اقتصاد خبره نه ده. دا د ژوند خبره ده. دا د واک، انصاف او راتلونکې خبره ده. تاریخ ښيي چې هر نظام چې پر دوامداره پور او تلپاتې سود ولاړ وي، یوه ورځ ماتېږي. سوال دا نه دی چې دا نظام به ماتېږي که نه، بلکې دا دی چې کله به ماتېږي، او تا به تر هغې ورځې پورې دا حقیقت درک کړی وي که نه.