خليلزاد؛ د واشنګټن سیاسي، نظامي او استخباراتي بدیل به پاکستان وي

جنوري 3, 2026 - 14:33
 0  43
خليلزاد؛ د واشنګټن سیاسي، نظامي او استخباراتي بدیل به پاکستان وي

د خلیلزاد وروستۍ مرکه مې تر پایه واورېده. خلیلزاد په ډېر مهارت سره د افغانستان او پاکستان تاریخي سیاستونو ته په اشاره وویل چې پاکستان، د پخوا په څېر، اوس هم امریکا ته د هر ډول سیاسي، نظامي او استخباراتي همکارۍ لپاره چمتو دی.

د نوموړي له خبرو داسې ښکاري چې که طالبان د امریکا غوښتنې ونه مني، نو د واشنګټن سیاسي، نظامي او استخباراتي بدیل به پاکستان وي؛ د همدې سناریو له مخې، طالبان به د شاهي حکومت په څېر منزوي او منجمد پاتې شي.

کېدای شي د خلیلزاد د راتګ اساسي هدف همدا وي چې طالبانو ته دا پیغام ورسوي چې واشنګټن د خپلو ستراتیژیکو ګټو د تأمین لپاره چمتو دی له پاکستان سره هر اړخیزه سیاسي، نظامي او استخباراتي معامله ترسره کړي.