پر افغانستان د شوروي چپاو مستند داستان
د کمونيستانو د وحشتونو ، اختناق ، او بربریت په وړاندې ؛ د مسلمانانو غبرګون د عام نفير بڼه غوره کړې وه ؛ ډاکتر ، استاد ، معلم ، انجنېر ، محصل ، بزګر ، پير ، ملا ، او آن ښځو هم ځکه په انقلاب لاس پوري کړی ؤ چې ژوند ، عزت ، هېواد او هرڅه يې په خطر کې لوېدلي وو !! دوی مجبور ول چې يا د انقلاب په ليکو کې و درېږي او/ يا هم نورو هېوادونو ته د هجر ت لاره ونيسي !! د هجرت لارې هم له خطرونو ، مرګونو او ننګونو ډکې وې ؛ ځکه خو به ډېری مها جرين يا له کمينونو سره مخامخ کېدل ؛ يا به چورلکو تعقيبول ؛ او يا به د لارو په اوږدو کې په داسې وحشتونو واوښتل چې دکورنيو نيمايي غړي به يې شهيدان او پاتې به يې نيم ژواندې تر ګاونډيو هېوادونو ورسېدل !! د هجر ت په قافله کې هغه خلک هم شامل وو چې اوس پر مجا هد ينو د آی ايس آی ټاپې لګوي !! هغه مهال دوی ټولو ځانونه مظلوم مهاجرين او حق په جانب مجا هدين بلل ؛ په مجا هدينو يې افتخار کاؤ ؛ په مجلو او اخبارونو کې يې د
جها د ترانې غږولې ؛ پاکستان يې د فعاليتونو مرکز ؤ ؛ او افغانستان يې د شورويانو په لاس اشغال باله !! ځينو خو يې د امکاناتو د تصاحب لپاره په يو او بل نوم خيالي جبهې هم جوړې کړې وې ، او چې چېرته به مج ا هدينو کومه سيمه آزاده کړه؛ دوی به يې په ویاړنو کې ځانونه لومړۍ درجه شريکان بلل ....!!
په همدغسې حالت کې چې جها د په ملي پاڅون بدل
شوی ؤ ؛ سرو لښکرو له زرګونو شوبلو او موډرنوجنګي وسايلو سره پر افغانستان حمله وکړه ؛ يولک دېرش زره سربازان او پوځي جنرالان يې زموږ پر غريب هېواد را مارش کړل ... !! په دې سناریو باندې اوږده موده کار شوی ؤ ؛ خلقيان او د هغوی باداران دواړه دې نتيجې ته رسېدلي وو چې افغانستان د سرو لښکرو تر پښو لاندې شي !! نورماد تره کي او حفيظ الله امين تر هغه مهاله ۲۱ ځلې د شوروي ځواکونو د نظامي چپاو غوښتنه کړې وه !!
په همدغسې حالت کې چې جها د په ملي پاڅون بدل
شوی ؤ ؛ سرو لښکرو له زرګونو شوبلو او موډرنوجنګي وسايلو سره پر افغانستان حمله وکړه ؛ يولک دېرش زره سربازان او پوځي جنرالان يې زموږ پر غريب هېواد را مارش کړل ... !! په دې سناریو باندې اوږده موده کار شوی ؤ ؛ خلقيان او د هغوی باداران دواړه دې نتيجې ته رسېدلي وو چې افغانستان د سرو لښکرو تر پښو لاندې شي !! نورماد تره کي او حفيظ الله امين تر هغه مهاله ۲۱ ځلې د شوروي ځواکونو د نظامي چپاو غوښتنه کړې وه !!
که خلقيان له دې حقيقت نه انکار کوي او ځانونه د شورويانو مخالف ګڼي ؛ نو د جنرال ګروموف او نورو روسي جنرالانو کتابونو ته دي مراجعه وکړي او دا دې هم ووايي چې ؛ په کوم مهال يې د شوروي ځواکونو له يرغل سره عملي مخالفت کړی دی ؛ څو تنه يې د هغوی په وړاندې جنګېدلي دي ؟ آيا ټول خلقيان له سرو لښکرو سره ملګري نه شول ؟ آيا د شورويانو تر بولۍ لاندې يې د خپل ملت په وړاندې جنګ ته ادامه ورنه کړه ؟ که خلقيان د حفیظ الله امین د وژنې پېښه له شورويانو سره د خپل ګوند د مخالفت په معنا کاروي ؛ نو ثابته دې کړي چې د خپل رهبر په انتقام کې يې څو تنه روسان مردار کړل ؟ څو تنو يې له قوماندې نه بغاوت وکړ ؟ څو نور يې د روس په مقابله کې مړه او ټپيان شول ؟ او په کوم ځای کې يې د شوروي ځواکونو خلاف سنګر ونيو ؟ خلقيانو نه يوازې د روسانو خلاف نظامي جبهه پرانـنـستله ؛ لا چې د شورويانو خلاف يې يو شعار هم زمزمه نه کړ ! ، يوه اعلاميه يې هم صادره نه کړه .
له بلې خوا د حفیظ الله امین قتل هم ددې معنا نه لري چې له روسانو سره يې دښمني وه ؛ هغه پر روسانو تر دې حده تکيه کړې وه چې محافظان يې هم د کا جي بي غړي وو !! او شمېر يې پنځه سوه تنو ته رسېده ، حتا آشپز يې هم د کا جي بي له خوا مقرر شوی ؤ !! د ۱۹۷۹ وم کال په دسمبر کې چې هغه په زهرو مسموم کړی شو ؛ د علاج لپاره يې هم روسي طبيبانو ته مراجعه وکړه !! که د حفیظ الله امین وژل کېدل له روسانو سره د هغه پر دښمني واخلو ؛ نو روسانو خو ورته عمل له ببرک کارمل سره هم وکړ ... ، صرف مړ يې نه کړ ؛ نور خو يې د بندي په څېر له ځان سره ساتلی ؤ ، او په خورا سپک انداز يې د اقتدار له کرسۍ را ښکته او پر ځای يې نجيب ګاو نصب کړ !! آيا ويلی شو چې ببرک له روسانو سره ددښمنۍ له کبله په بد فرجام اخته شو !؟ د استعمار خصلت همدا دی چې يو مهال له خپلو غلامانو کار اخلي ، او بل مهال يې د ناباورۍ له کبله په مرګ لاس پورې کوي .
په هروصورت ، د ۱۳۵۸ ھ لمريز کال ، مرغومي په شپږمه نېټه سرو لښکرو، د ټولو بين المللي موازينو خلاف پر افغانستان حمله وکړه ؛ حفیظ الله امین يې وواژه او کارمل يې د کابل پرتخت کېناؤ ؛ کمونيستانو يې په ټوله کې هر کلی وکړ ؛ نه يې خلقيانو مخالفت وکړ او نه د حفیظ الله امين ګوندي ملګرو !! خلق او پرچم دواړه د شورويانو په څنګ کې ودرېدل او د مرګونو لړۍ يې نوره هم تشديد کړه !!
نړيوال اټکلونه دا وو چې افغانستان به هرو مرو د شوروي امپراتورۍ په قلمرو کې شاملېږي ؛ د روسي مقاماتو اراده هم همداسې وه چې افغانستان به د سرې سترواکمنۍ په شپاړسم جمهوريت بدلوي او د منځنۍ اسيا په څېر به يې په لنډه موده کې اشغال کړي ...
امريکا او لوېديځو هېوادونو د شوروي ځواکونو په وړاندې مقاومت ناممکن باله ؛ شورويانو تر لاتينې امريکا پورې نفوذ کړی ؤ ؛ چلي ، کيوبا ، السلوادور ، او نيکاراګوا ټول د کمونيزم په خُم کې رنګېدلي وو ؛ امريکا تر شديد فشار لاندې راغلې وه ؛ او په نيږدې ماضي کې يې د شوروي متعهد ويتنام په وړاندې پنځه پنځوس زره سر بازان له لاسه ورکړي وو ؛ ځکه خو يې افغانستان هم د شوروي سترواکمنۍ په مستعمراتو کې شامل ګاڼه !! په ۱۹۷۹وم زېږديز کال « جِمي کارتر » په ښکاره ډول وويل : « که شوروي اتحاد پر پاکستان بريد وکړي ؛ امریکا به يې په مقابل کې پوځي اقدام وکړي... »
د هغه پر اند؛ نور د افغانستان د آزادۍ تصور لېونتوب ؤ !!
د سرې ستر واکمنۍ عمومي مشر برژنيف د افغانستان اشغال حتميت ته وړی ؤ ؛ ځکه خو يې په ډهلي کې خبريالانو ته وويل :
« شوروي ځواکونه به په څلورو مياشتو کې د مقاومت په ليکو کې ولاړ ځواکونه ختم کړي او د جنګونو لړۍ به د تل لپاره پای ته ورسېږي....»
تر دې وړاندې شوروي ځواکونو د منځنۍ آسيا د شپږو اسلامي هېوادونو په شمول ؛ پنځلس هېوادونه لاندې کړي وو ؛ هيچا يې په مقابل کې مقاومت نه ؤ کړی ؛ يوازنی څوک چې د لنډې مودې لپاره يې د شوروي ځواکونو مقابله وکړه ؛ د منځنۍ آسيا يو مشر ( ابراهيم بېګ ) ؤ چې هغه هم شورويانو ته نيم ژواندی په لاس ورغی او په خورا ظالمانه ډول يې شهيد کړ ! په هغه ورځ چې ابراهيم بېګ او ملګري يې له افغانستان ها خوا پورېوتل ؛ شورويانو يې لاره نيولې وه او د زرګونو په شمېر يې شهيدان کړل ؛ تاريخ پوهان کاږي چې په هغه ورځ د ډېرو وينو تويېدو له کبله د آمو سيند سور رنګ غوره کړی ؤ !! ابراهيم بېګ په همدغه ورځ زخمي شو او پر آمو باندې د ګډېدو په مهال يې وويل :
« نن چې پر بخارا باندې کوم مصيبت راغلی ؛ په نيږدې مستقبل کې به د افغانانو لمنه هم ونيسي .... » !!
ابراهيم بېګ په همدغه ورځ زخمي شو او پر آمو باندې د ګډېدو په مهال يې وويل :
« نن چې پر بخارا باندې کوم مصيبت راغلی ؛ په نيږدې مستقبل کې به د افغانانو لمنه هم ونيسي .... » !!
څو کاله وروسته د هغه وړاند وينه ريښتيا شوه او افغانستان د همغو شوريانو تر پښو لاندې دل شو چې پرون يې زرګونه بخارايان د آمو سيند ته خطا کړي وو ، او آبل پرون يې په اکراين کې لس ميليونه انسانان په مصنوعي قحطي وژلي وو !!
دوی په افغانستان کې په ورته عمل لاس پورې کړ ؛ نه يې د چا په ناموس صرفه وکړه ؛ نه يې په مال ، سر ، عزت ، او شخصي ملکيتونو !! دوی له ستالين نه د مرګونو ، وحشتونو ، او داسې جناياتو کاپي له ځانونو سره راوړې وه چې د انساني تاريخ په پاڼو کې يې بېلګې نه شي په ګوته کېدلای ! ډله ييزې وژنې يې وکړې ؛ ژوندي خلک يې تر خاورو لاندې کړل ؛ په برچو يې ووهل ، تر ټانکونو يې لاندې کړل ، له الوتکو يې را وغورځول ، سيندونو ته يې خطا کړل ، ډله ييزو بې ناموسيو ته يې لاس واچاؤ ، او نورې هومره وحشيانه لېبې يې وکړې چې په تاريخ نګارانو يې په تش انځاره هم لړزه راځي !! په ياد ټولو جناياتو کې افغان کمونيستان څنګ په څنګ ورسره روان وو ، لا چې په ډېرو پېښو کې يې « از آش کرده کاسه داغتر » په مصداق عمل کاؤ !! الکساندر مايوروف کاږي چې « په هرات کې ډاکتر نجيب په يوازې سر درې سوه تنه بې ګناه افغانان په داسې حال کې په قتل و رسول چې موږ يې د نه وژلو پرېکړه کړې وه ... »
ددې ډول وحشتونو په وړاندې يوازې او يوازې هغو مجا هدينو سينې سپر کړې وې چې د خپلو هېواد والو او خپل وطن له استقلال پرته يې د بل هيڅ شي تمه نه لرله ؛ د دوی ډېری برخه هغه تنکي ځوانان وو چې لا يې د ځوانۍ غوټۍ پر ګل نه وې راغلې ؛ تحصيلات يې نيمګړي پرېښودل ، د ځوانۍ هوسونه يې شاته و غورځول ، مادي امکاناتو ته يې شا کړه ؛ خو د
« ملي ناموس » او خپلو وطنوالو ژغورنې ته يې لومړېتوب ورکړ !! د ژوند او مرګ تر منځ يې د مرګ لاره انتخاب کړه ، ځانونه يې قربان کړل ؛ خو نور يې د ژوند له نعمت نه برخمن !! دوی هغو کسانو ته هم ژوند ورکړ چې نن د مجا هدينو په مخالف سنګر کې ناست دي !! دوی هغه پانګه وال او زمکه وال هم و ژغورل چې په کمونيستي دور کې يې ملکيتونه او سرونه دواړه په خطر کې لوېدلي وو !! دوی د هغو کابليانو کابل هم آزاد کړ چې د روسانو د تسلط په صورت کې به د سرې امپراتورۍ په مستعمره بدلېدو !!
د سرو لښکرو اعلی قوماندان الکساندر مايوروف کاږي چې شوروي لښکرو افغانستان د شوروي په شپاړسم جمهوريت بدلاؤ ؛ خو مجا دينو يې د تحقق په لاره کې خنډونه ایجاد کړل.
هغه زیاتوي چې افغانانو يوه لويه امپراتورۍ د مقاومت پر ماين والوزوله....
د مجا هدينو دغه ډول ستر ستر افتخارات پرون د هغو ټولو جنابانو د تائيد وړ وو چې د پېښور پر لمنه پراته وو ؛ او/ يا يې د کمونيستانو له وحشتونو نه نورو هېوادونو ته پناه وړې وه او د افغانستان اوضاع يې په دوربين څارله !! هغه مهال دوی ټولو مجا. هدينو ته داتلانو او آزادۍ ننګيالو نومونه کارول ؛ او په ستاينه کې يې شعرونه او مقالې ليکلې ...
د کمونيستي رژيم د کاواکۍ په وروستيو کې چې « ډاکتر حسن شرق » د کډوالۍ لاره و نيوله ؛ نه يوازې مجا. هدين يې وستايل ؛ لا چې د « کرباس پوشهای بيرهنه پا » تر سرليک لاندې يې پرېړکتاب پرې وکيښ ، پرټايټل يې هم د همغو مجا هدينو انځور خپور شوی ؤ چې نن د پاکستان نوکران او د برباديو مُسبببین بلل کېږي !!
ياد کتاب د « ميوند » کتابتون له خوا چاپ شو او همغو اتلانو ته ډالۍ شوی ؤ چې پرون يې ټوله نړۍ د سرو لښکرو له ګواښه بچ کړه .
په هر صورت تاريخ به دا هرڅه وليکي ؛ او د زمانې څرخ به د هرچا هويت نندارې ته وړاندې کړي .
« زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده
په اور وسېځه دا تورې قلمونه . »