هغه څوک چې د خپلو بېوسه ګاونډیو هېوادونو کې اور بلوي، یوه ورځ به همداسې خپل کور وسوځوي
ایران کلونه د نورو هېوادونو په چارو کې د جاسوسانو او لاسپوڅو غلامانو له لارې پوځي او استخباراتي لاسوهنې، جنایتونه او ظلمونه کړي دي، خو نن د دې توان نه لري چې په خپل هېواد کې د پردیو جاسوسانو او غلامانو د نفوذ مخه ونیسي.
حقیقت دا دی، هغه څوک چې د خپلو بېوسه ګاونډیو هېوادونو کې اور بلوي، یوه ورځ به همداسې خپل کور وسوځوي.!
د نړۍ د زبرځواکونو تر شا یو شمېر ځواکمنې ډلې شتون لري چې نه د خپلو هېوادونو اساسي قوانینو ته ژمنې دي او نه د ملګرو ملتونو نړیوالو قوانینو او اصولو ته غاړه ږدي. هغوی هر څه یوازې د خپلې خوښې او د زور له لارې ترسره کوي. دغو ډلو د خپلو شخصي ګټو لپاره د درېیمې نړۍ د کمزورو هېوادونو هر څه له منځه وړي، میلیونونه انسانان یې وژلي او تر نن ورځې لا هم په بېلابېلو لارو بېګناه خلک وژني. له بده مرغه، په درېیمې نړۍ هېوادونو کې یې د خپلې خوښې لاسپوڅي او وطنپلورونکي د قدرت پر ګدۍ کېنولي دي، او هر څه د دوی په امر او خوښه ترسره کېږي.
حقیقت دا دی چې همدا ځواکونه نن په خپلو هېوادونو کې د تش په نوم دموکراسۍ تر شعار لاندې د خپلو ولسونو پر ضد دیکتاتوري او پوځي زور کاروي، څو د زور او ځواک له لارې خپل ناوړه اهداف په داخل کې عملي کړي.
تاریخ دا ثابته کړې ده چې هره استبدادي اداره چې د خپل ولس پر ضد دیکتاتوري او پوځي ځواک کاروي، بالاخره د ولس د ځواک له امله د ړنګېدو له خطر سره مخ کېږي.
ښايي د نړۍ یو شمېر زبرځواکونه د زوال پر لور روان وي، او د نړۍ ځینې هېوادونه په سیاسي او قانوني پلوه بدلون ته اړتیا ولري، ځکه چې د خلکو اکثریت اوس په حقیقت او واقعیت پوه شوی دی چې د دوی سیاسي او اقتصادي ډلې د هېوادونو د ولسونو له برخلیک سره څه ډول چلند او خیانت کوي.!