أهل البيت له بلې زاويې

جنوري 12, 2026 - 19:08
 0  12
أهل البيت  له بلې زاويې

کله چې عباسيانو د أمويانو خلافت/سلطنت ړنګ کړ نو د أمويانو قتل عام يې پيل کړ، هيڅوک يې ژوندی پرېنښود، مګر هغه چې يا يې ځان او هويت پټ کړ، او ترې ليرې وتښتېدل.

حکايت دی کله چې د عباسيانو دويم خليفه أبو جعفر عبدالله منصور د حج لپاره مکې ته راغلی و، نو ډېر قیمتي او نايابه ګاڼه ورته راوړل شوه. منصور چې پرې نظر واچاوه، نو د ګاڼو څخه يې يوه را واخيسته ویې پېژندله. ویې ویل:

دا ګاڼه د أبو الوليد هشام بن عبدالملک وه او دا بله هم د هغه ده. ما ته خبر را رسېدلی چې دا اوس د هغه زوی محمد سره ده او له دې کورنۍ څخه پرته له هغه بل څوک نه دی پاتې.

بیا یې ربیع چې د منصور نېږی سړی و، ته مخ واړاوه او ورته ویې ویل:

سبا چې زه په مسجد الحرام کې خلکو ته لمونځ ورکړم او خلک را ټول شي، نو ټولې دروازې وتړه او پر هره دروازه خپل باوري کسان ودروه. یوازې یوه دروازه پرانيستې پرېږده او ته پخپله پرې ودرېږه، هېڅوک مه پرېږده چې ووځي، پر مشکوکو افرادو نظر ساته، څوک مو چې وپېژندل يوازې هغوی پرېږدئ چې ووځي، پر محمد بن هشام بن عبدالملک مو پام وي چې درڅخه خلاص نه شي.

سبا چې ورځ راورسېده، ربیع همداسې وکړل. دروازې وتړل شوې، خلک بند پاتې شول، او يو يو نفر یې له پېژندلو وروسته بهر پرېښودلو.

محمد بن هشام چې دا حالت ولید، پوه شو چې خبره همده ته جوړه ده او همدی مطلوب دی. زړه یې ولړزېد، حیران شو، لاره ترې ورکه شوه، نه پوهېده څه وکړي، خپل مرګ يې سترګو مخې ته ولاړ و، هيڅ امکان د دې نه و چې عباسيان دې دی ژوندی پرېږدي.

په همدې وخت کې تصادفاً د محمد بن زید بن علي بن الحسین بن علي بن أبي طالب سترګې پر محمد بن هشام ولګېدې، ویې لید چې بې‌قراره، وارخطا او سرګردانه ولاړ دی. هغه یې نه پېژانده، خو د حالت څخه يې پرې شکي شو. خوا ته یې ورغی، له لاسه يې ونيولو او په آرام يې ورته وویل:

ځوانه! ولې دومره وارخطا او سرګردانه ښکارې؟ څوک یې؟ د الله تعالی له لوري تا ته بشپړ امان دی او ته زما په ذمه کې یې، تر هغه چې زه دې د الله په مرسته له هغه مشکل خلاص کړم، له کوم چې کړېږې. ووايه! څه مرسته دې کولای شم؟

هغه په لومړيو کې ځان بې خبره ښکاره کړ، لکه هيڅ چې پرې نه وي شوي. انکار يې وکړ چې ګنې وارخطا دې وي. ده له محمد بن زيد بن علي بن حسين څخه وپوښتل چې ته څوک او څه کاره يې چې زما مرسته به وکړې؟ محمد بن زيد ورته وويل: په يو شرط درته ځان معرفي کوم چې ته به راته خپله ستونزه او پريشاني بيانوې، څو مرسته دې وکړم. محمد بن هشام ورسره ومنله. نو هغه ورته وويل: زه محمد بن زيد بن علي بن حسين بن علي بن أبي طالب بن عبدالمطلب یم.

محمد بن هشام یې د نامه په اورېدو لا وارخطا شو، ځکه هغه پوهېده چې أمويانو له اهل بيت سره هيڅ د رحم او عدالت معامله نه وه کړې، د ده خپل پلار زيد او نيکه حسين رضي الله عنه يې په بېدردۍ سره ش..هيدان کړي وو. مګر دا چې وعده يې ورسره کړې وه، نو خپل حال يې ورته بيان کړ او ورته يې وويل چې زه محمد بن هشام بن عبدالملک یم.

بيا يې اوږده ساه واخيسته او ويې ويل: په دې خو پوه ياست چې دا ټول پلان زما په خاطر نيول شوی دی. بس په الله تعالی مې ځان سپارم.

محمد بن زید ورته وویل: د تره زويه مه وېرېږه! ته نه د زما د پلار زید قاتل یې نه مې د نيکه حسين او نه ستا په وژلو کې د هغوی د وینې بدل ترلاسه کېږي. زه اوس اخلاقاً بايد ستا په ژغورلو کې خپل مسئوليت ادا کړم ځکه چې ژمنه مې درسره کړې ده. خو ما ته به بښنه کوې، ځکه زه به ستا د خلاصون لپاره له تا سره مجبوراً سختې او بدې خبرې وکړم، څو ته پرې خلاص شې، ان‌شاءالله.

محمد بن هشام وویل: زما سرداره! څنګه چې ته وایې، هماغسې به وکړم.

محمد بن زید خپل څادر د هغه پر سر او مخ واچاوه، لکه د غل يې کلک وتاړه او په داسې حال کې یې د دروازې پر لورې کش کړ، لکه یو تښتېدلی مجرم غلام يې چې نيولی وي.

کله چې د ربیع سترګې پر دوی ولګېدې، نو محمد بن زيد، محمد بن هشام ته   يې څو څپېړې ورکړې، او تر ربيع راوست. ربيع ته يې د هغه په کنيه غږ وکړ! اې ابوالفضله! دا خبیث د کوفې یو کاروباري أجير دی. ما ته یې اوښان کرایه راکړي وو، خو بيا راڅخه تښتېدلی و. او هماغه اوښان يې ځینو خراساني قومندانانو ته هم په کرایه ورکړي وو، زه پرې شاهدان لرم، اوس مې نيولی دی. ته راسره دوه ساتونکي ولېږه چې قاضي ته یې یوسم، څو که پر لاره کوم خراساني اعتراض وکړي، مخه یې ونیسي.

ربیع دوه ساتونکي ورسره کړل او ویې ویل: له جومات یې وباسئ، ورسره لاړ شئ او تر قاضي يې ورسوئ.

په دغه شکل يې محمد بن هشام پرته له دې چې څوک يې وپېژني، له هغه بېروباره وويست او چې يو څه اندازه د خطر له سيمې ليرې لاړل، نو محمد بن زید محمد بن هشام ته په لوړ غږ وویل:

اې خبیثه! ووايه، زما حق راکوې؟ او که په قاضي دې جريمه او بې عزته کړم؟

محمد بن هشام وویل: هو، اې د رسول الله زویه! ژمنه مې ده، حق دې درکوم.

محمد بن زید ساتونکو ته وویل:  ځئ، تاسو هم لاړ شئ، الله مو وساته، بس زما د حق اقرار چې کوي نو تر قاضي يې نه بوځم، مونږ به خپله لانجه په خپله حل کړو.

ساتونکي ترې روان شول. کله چې کافي لېرې لاړل، محمد بن هشام يې خوشې کړ.

محمد بن هشام يې سر ښکل کړ او ویې ویل: زما مور او پلار دې پر تا قربان شي! الله ښه پوهېږي چې چا ته عزت او چا ته ذلت ورکړي، تاسو خدای عزتمند کړي ياست.

بیا یې له خپلو جامو یوه ډېره قیمتي ګاڼه راوایسته او محمد بن زید ته یې ورکړه، ویې ویل: اې سرداره! مهرباني وکړئ، دا زما له لوري ومنئ.

محمد بن زید وویل: د تره زویه! خپل مال دې واخله، موږ د اهل بیتو خلک یو، پر نېکۍ بدله نه اخلو. ما ستا لپاره د خپل پلار زید وینه بښلې ده او دا تر هر مال ډېر ارزښت لري. اوس لاړ شه، چېرې ځان پټ کړه، تر هغه چې دا سړی (عباسي خليفه) له مکې ووځي، ځکه هغه په جدي توګه ستا په لټه کې دی.

محمد بن هشام ترې اجازه واخيسته او روان شو او ځان یې پټ کړ.

رښتیا هم چې د رسول الله عليه السلام اولاد د لوړو اخلاقو څښتنان و، حتی پر خپلو قاتلانو د برلاسي کېدو وروسته يې هم ترې غچ وانخيست بلکې لا ښېګڼې يې ورسره وکړې.

إدفع_بالتي_هي_أحسن